تاند، چهار شنبه، د جدي ۲۵مه: د امریکا فدرالي محکمې پنځه امریکايي سرتېري له افغانستانه د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو تر منځ د ۲۰۰ زره ډالرو په غلا تورن کړي دي.

د محکمې د اعلامیې له مخې له دې منځه د پنځو واړو سرتېرو د ګروپ مشر ۴۶ کلن ټیډ کیمبرلین باندې که دغه غلا ثابته شي نو ۱۵ کاله زندان به تېروي او ۵۰۰ زره ډالر جریمه به ورکوي.

محکمه وايي، دغو پنځو امریکايي سرتېرو خپلو ځواکونو ته د اړتیا وړ توکو په پېرلو کې پيسې وهلې دي.

همدا راز پرې تور دی چې د لارو جوړولو، روزنیزو ځایونو او کلنیکونو په پيسو کې هم دغو کسانو لاس وهلی دی او ترلاسه شوې پيسې یې یا د پوسټ او یا په جیب کې د رخصتیو په مهال امریکا ته لېږدولې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *