تاند- امریکايي خپرونې نشنل انترسټ له تروریزم سره د ملاتړ په خاطر پر پاکستان د فشار د زیاتولو غوښتنه وکړه.

نشنل انترسټ وايي، د امریکا د جمهوریپال او دیموکرات ګوند اکثره مشران په پاکستان کې د تروریستانو د پناهځایونو د موجودیت په خاطر د دغه هیواد په وړاندې د متحدو ایالتونو د سخت دریځ د غوره کېدو غوښتونکي دي.

دا خپرونه وايي، د افغانستان اکثره ستونزې؛ که امنیتي دي یا اقتصادي او سیاسي، د پاکستان له کبله دي.

نشنل انټرسټ پاکستان په افغانستان کې د سولې خنډ هم بللی دی.

نشریه زیاتوي، امریکا پاکستان ته مرستې لږې کړي او ممکن نورې یې هم لږې کړي.

«موږ همداراز کولی شو چې د پاکستان پر هغو ادارو او افرادو بندیزونه ولګوو چې د تروریستانو ملاتړ کوي. پر دې سربېره موږ د پاکستان په خاوره کې د طالبانو پر مرکزونو حمله کولی شو.»

نشنل انترسټ په عین حال کې وايي چې که پاکستان د طالبانو ملاتړ بس کړي، کېدای شي چې د تشویق لپاره له دغه هیواد سره سوداګري قراردادونه وشي.

نشنل انترسټ د ولسمشر غني له لوري د حکومتي قراردادونو څېړل د درغلۍ او فساد په کمېدو کې اغېزمن بللي او ویلي یې دي چې دا کار تر یوه حد د پروژو چارې ټکنۍ کوي خو له دې سره سره یې شفافیت ډېر کړی او فساد لږ کړی دی.

خپرونې د انتخاباتو لپاره تیاري کمزورې بللې خو ترکیې ته یې د جنرال دوستم تګ ښه ګام بللی دی.

نشنل انترسټ وايي«دا فاسد جګړه مار چې ممکن د لنډ وخت یا تل لپاره تبعید شوی وي، ښه کار شوی دی او دا هیله ورسره رامنځته کېږي چې راتلونکې به ښه وي.»

نشنل انترسټ د ولسمشر او اجرايي رييس ترمنځ د اختلافاتو یادونه هم کړې خو ویلي یې دي چې له دې سره سره د افغانستان د حالاتو ښه کېدو ته هیلې زیاتې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *