تاند- یوه امریکايي ورځپاڼه وايي، د هغو ۷ هیوادونو، چې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ یې متحدو ایالتونو ته پر سفر موقتي بندیز لګولی، هیڅ وګړي په امریکا کې تروریستي برید نه دی کړی.
ټرمپ د جمعې په ورځ یو فرمان صادر کړ چې پر اساس یې د ایران، عراق، سوریې، لیبیا، سودان، سومالیا او یمن اوسیدونکي او د همدغو هېوادونو د ګرین کارت لرونکي تر دریو میاشتو امریکا ته له ورتلو منع شوي دي.
هافینګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، د دغو هیوادونو وګړو لږترلږه د ۲۰۰۱ د سپټمبر له یوولسمې را په دې خوا په هیڅ داسي برید کې برخه نه ده چې امریکا ته زیان واړوي.
ورځپاڼه وايي، د ټرمپ له لوري دا د یوط خورا کوچنۍ مسلې په وړاندې تر اندازې زیات عکس العمل دی. د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت ویلي چې د مهاجرت د د نویو مقرراتو له عملي کېدو وروسته په ۲۳ ساعتونو کې ۱۰۹ تنه، نه دي پرېښودل شوي چې امریکا ته داخل شي.
له بلې خوا د کاناډا صدراعظم جستین ترودو هغو مهاجرو ته چې امریکا ته له داخلېدو منع شوي، بلنه ورکړه چې کاناډا ته ورشي.
ترودو پرون د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ له لوري د یو شمېر اسلامي هیوادونو پر مهاجرو د موقت بندیز په غبرګون کې وویل، هغو کسانو ته چې د تعقیب، ترور او جنګ له لاسه تښتي کاناډا ورته هرکلی وايي.
ژوندۍ دې وي کاناډا