تاند- د امریکا د پوځ پخوانی متخصص انتوني ډان ترن د چهارشنبې په ورځ د سن جوس (ښار) په په فدرالي محکمه کې د ۲۰ زره ډالره رشوت د اخیستلو په تور په دوه نیم کاله بند محکوم شو
ده د افغانستان په ختیځ کې د شل زره ډالره رشوت په بدل کې یو ټانکر پرې ایښی و چې له پوځي اډې ۱۲ زره ګېلنه تېل وباسي
اته ویشت کلن انتوني ډان ترن د ګردېز په عملیاتي اډه کې مېشت و او د ۲۰۱۳ م کال په جنورۍ کې له دیپو څخه د تېلو د غلا په مهال په اډه کې و
د محکمې قاضي بیت لیبسن حکم وکړ چې انتوني ډان ترن باید ۶۹ زره ډالره جریمه هم ورکړي