تاند- د امریکا د دفاع وزارت یا پینتاګون یوه چارواکي وویل، هغو پټو مالوماتو، چې امریکايي پوځي براډلي منینګ د ویکي لیکس له لارې افشا کړل، د افغانستان یو شمېر کلي له خطر سره مخامخ کړل.
د امریکا د دفاع وزارت د جنګي وسایلو د ټولولو د څانګې رييس اډمیرل کیفن دانیګن دا خبره پرون د برادلي منینګ د محاکمې په غونډه کې وکړه.
دانیګن په ۲۰۱۰ کال، چې ویکي لیکس د امریکا د پټو اسنادو په خپرولو پیل وکړ، د افغانستان او عراق په شمول د امریکا د مرکزي قومندانۍ عملیاتي رياست په غاړه درلود.
دانیګن د یوه شاهد او مدعي په توګه وویل، د ۲۰۱۰ په جولای کې ویکي لیکس د افغانستان د جګړې تر نهه زره زیات سندونه خپاره کړل. هماغه وخت پوځ مجبوره شو چې د دغو اسنادو د څېړلو لپاره یو پلاوی وګوماري څو څرګنده کړي چې ایا په خپرو شویو اسنادو کې داسي مطالب شته چې په جګړه کې دښمن ورڅخه د هغو کسانو په موندلو کې استفاده کولی شي چې امریکايي پوځیانو ته یې مالومات ورکړي دي.
پنځه ویشت کلن منینګ ویکي لیکس ته د اویا زره سندونو د ورکولو په تور په ۹۰ کاله بند محکومېدای شي. د دغو اسنادو یوه برخه په افغانستان کې د امریکا له جګړې سره تړلي دي.
دی د جولای په دېرشمه په شل قضیو کې مجرم وپېژندل شو.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت دغه چارواکي وویل چې د ګومارل شوي پلاوي تحقیقاتو وښودله چې د یو شمېر کلیوالو په شمول ډېر کسان له خطر سره مخامخ دي او دوی باید خبر ورکړی وای چې احتیاط وکړي.
ده همداراز وویل، دا د امریکا اخلاقي مسوولیت دی چې هغه کسان او کلي خبر کړي چې له خطر سره مخامخ کېږي.
د ده په وینا د راپور له پیله تر پایه پر دې پروسې نهه میاشتې ولګېدې.
دانیګن د محکمې په علني غونډه کې حاضر نه شو چې د هغو کسانو نومونه واخلي چې دوی د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.
خو وروسته یې په غیرعلني محاکمه کې په دې اړه مالومات او یو لړ اسناد وړاندې کړل.
د امریکا د دفاع وزارت دې چارواکي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ویکي لیکس له خوا د اسنادو د افشا کېدو په خاطر د چا د وژل کېدو په باب مالومات نه لري.
منینګ، چې ویکي لیکس ته یې د امریکا پټ پوځي اسناد سپارلي ، یو له دوو کسانو څخه دی چې په دې قضیه کې محاکمه کېږي.
د منینګ دفاعي ډله به د دوشنبې په ورځ خپل اسناد وړاندې کړي.
د امریکا دغه پوځي ادعا کړې چې اسناد یې د دې لپاره افشا کړي چې د امریکا ناسم اقدامات څرګند کړي او د دغه هیواد د پوځي او دیپلوماتیکو چارو په اړه بحثونه وپاروي.