تاند- د اوباما ادارې په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته اجازه ورکړې چې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والو سختدریځو پر ضد حملې وکړي.
د ۲۰۱۴ کال له پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې له یوې خوا د نړیوالو پوځیانو شمېر، چې یو وخت ۱۵۰ زرو ته رسېده، څه باندې لس زرو ته راټیټ شو او له بلې خوا په جګړه کې د هغوی ګډون محدود شو.
د امریکا د دفاع وزارت د سرچینو په قول ویل شوي چې په جګړه کې د ګډون په اړه تازه مقررات، چې تېره اوونۍ تصویب شول، په افغانستان کې امریکايي قوماندانانو ته اجازه ورکوي؛ هماغسي چې د القاعده شبکې د غړیو پر ضد هوايي بریدونه کوي، د داعش او له دې ډلې سره د تړلیو عناصرو پر ضد هم له هوايي قوې کار واخلي.
دا نوي مقررات امریکايي پوځیانو ته واک ورکوي چې په افغانستان کې د داعش پر ضد په جګړه کې زیات ښکېل شي.
د مخکینیو مقرراتو پر اساس امریکايي پوځیانو یوازې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ او امریکايي پوځیانو ته د خطر په صورت کې په جګړه کې برخه اخیستلای شوای.
همداراز دغو ځواکونو اجازه لرله چې د القاعده شبکې غړي هر ځای او هر وخت په نښه کړي.
امریکايي چارواکو، چې په دې اړه یې له رسنیو سره خپل معلومات د نوم د نه خپرېدو په شرط شریک کړي، دا هم ویلي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا هوايي ځواک په افغانستان کې د داعش پر مورچو څو ځلي محدودې بمبارۍ کړي دي.
که څه هم دا نوي مقررات د افغانستان په جګړه کې د پام وړ بدلون نه شي راوستلی خو په افغانستان کې د دېره امریکايي قوماندانانو واک زیاتوي.