تاند، جمعه، د عقرب ۱۷مه: امریکايي ځواکونو نن ماښام د لغمان عزیز خان کڅ ته څېرمه د کابل- جلال اباد پر لار د ملکیانو دوه موټر سوځولي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي تاند ته وویل، نن ماښام د امریکايي ځواکونو کاروان کابل ته پر لاره و، چې د ملکیانو موټر ته یې د توقف اشاره ورکړې، خو چې هغوی نه دي درېدلې، امریکایان وارخطا شوي او اور بلوونکي توکي یې د موټرو خواته ور ویشتلي دي.
د ښاغلي دولتزي په خبره، په دغه پېښه کې دوه کسان سرسري ټپیان شوي دي، خو د ملکیانو دوه موټرې په بشپړ ډول سوځېدلې دي: (( د لغمان ولایتي ادارې په عاجل ډول د پېښې د پلټلو لپاره پلاوی ټاکلی او پوښتنه به یې وشي.))
له څو کلونو وروسته دا په ختیځ کې لومړی ځل دی چې امریکايي ځواکونه د وارخطايي په نوم پر ملکیانو هدف نیسي.
نږدې نهه کاله وړاندې امریکایانو د ننګرهار د بهسودو په پل له یوې چاودنې وروسته نږدې ۱۴ ملکیان وژلي وو.