تاند- ګڼو پاکستاني رسنیو نن خبر ورکړی چې د امریکا پوځ په افغانستان کې له وروستۍ نفوذي حملې وروسته له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپله همکاري محدوده کړې ده.

پاکستاني ورځپاڼې ډان او دي نیوز لیکلي چې په افغانستان کې د امریکا پوځ موقتاً له هغو مرکزونو وتلي چې افغان اردو پکې اوسي.

د امریکا پوځ دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ /اکتوبر ۱۸/ په کندهار کې د والي یوه ساتونکي د کندهار امنیه قوماندان او د ملي امنیت رييس ووژل او والي یې سخت ټپي کړ. په دې پېښه کې یو امریکايي برید جنرال سخت ټپي شو خو د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر روغ پاتې شو.

د امریکا د پوځ یوه ویندوی واشنګټن پوسټ ته ویلي، د افغان امنیتي ځواکونو له منځه وروستیو حملو اړ ایستلي چې احتیاطي تدابیر ډېر کړي.

ډان ورځپاڼه وايي چې اوس د افغانستان او امریکا پوځیان د ټېلفون او ایمیل له لارې له یو بل سره تماس نیسي او ځینې غونډې د امریکايي پوځیانو په مرکزونو کې جوړوي.

د یوه افغان پوځي چارواکي له قوله ویل شوي چې امریکايي پوځیانو ته امر شوی چې په ګډو اډو کې د څو ورځو لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خوا ته لاړ نه شي خو افغان پوځیان کولی شي چې د اډو هغو برخو ته لاړ شي چې امریکايي پوځیان پکې اوسي.

ده په عین حال کې وویل چې لا هم د قوماندې او کنټرول ګډ مرکز هم فعال دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *