تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۸مه: یو امریکايي پيلوټ د اسامه بن لادن د وژنې عملیاتو یوه برخه افشا کړې او ویلي یې دي چې په هغه شپه یې د پاکستان ایف ۱۶ ماډل جنګي الوتکې ته ماتې ورکړې ده.
د ډیګلس انګلن په نوم دغه پیلوټ کیسه کړې چې څرنګه یې ایبټ اباد کې د اسامه له وژلو وروسته پر چینوک هلیکوپټر پاکستانۍ ایف ۱۶ الوتکې د اسامه بن لادن د وژنې د غچ اخیستلو په نیت درې بریدونه وکړل او ده ماتې ورکړه.
ښاغلي ډیګلس ویلي، دوی د پاکستان په خاوره کې د اسامه د وژنې په تړاو د ټولو احتمالي ګواښونو پر وړاندې کلک چمتووالی نیولی و او له همدې کبله یې پاکستانۍ جیټ الوتکه ماته کړه.
نوموړي ویلي، دا یوه الکترونکي مقابله وه چې یو توغندی هم په کې خطا ونه لګېد مګر پاکستانۍ جنګي الوتکې له عملیاتو وروسته د امریکا پر هلیکوپټر درې ځلې برید وکړ او یو ځل یې توغندي هم پرې وتوغول.
د بن لادن د وژنې عملیات په ۲۰۱۱ کال د پاکستان اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد ښار کې د امریکایانو لخوا ترسره شول.