تاند- د امریکا متحدو ایالتونو او هند د افغانستان په اړه په لوړه کچه خبرې اترې پیل کړې دي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې هند او امریکا دواړه یوه سوله ییز، ثبات لرونکي او سوکال افغانستان ته ژمن دي او د دې ژمنې په خاطر د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي مرستیال لوریل میلر د هند له چارواکو، د مدني ټولنې له غړیو او د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د افغانستان په باب په لوړه کچه سلا مشورې وکړې.
میلر د یوه پلاوي په مشرۍ د روانې فبرورۍ له شپاړسمې تر اتلسمې نېټې پوري د افغانستان په اړه په هند کې سلا مشورې وکړې.
باوري سرچینې وايي چې امریکايي پلاوي د هند د سفر په لړ کې هڅه وکړه چې هند د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې او پخلاینې منلو ته وهڅوي. هند فکر کوي چې له افغان حکومت سره د طالبانو له روغې جوړې به پاکستان ګټه واخلي.
باور کېږي چې طالبان به تر حمل مخکې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې یا په کابل او یا په اسلام اباد کې پیل کړي. د پیکینګ او دوبۍ احتمال هم ورکړای شوی دی.
ځینو هندي شناندو ویلي دي چې که د طالبانو د پخلاینې موضوع جدي وي باید هند د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ هغه څوک غوره کړي چې د پاکستان په ګټه د سولې له بهیر سره مخالفت کوي.
په نوي ډیلي کې د امریکا د سفارت په یوه خبرپاڼه کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، ویل شوي:«سلامشورو د سوله ییز او سوکال افغانستان لپاره د سیمه ییزو همکاریو په برخه کې زموږ د ګډې ژمنې له عملي کېدو سره مرسته وکړه.»
په دې خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې ایا هند حاضر دی چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د سولې ملاتړ وکړي.
تر دې مخکې هند ته د ولسمشر بارک اوباما د سفر په پای کې د هند او امریکا په ګډه اعلامیه کې ویل شوي و چې دواړه هیوادونه سوله ییز، ثبات لرونکی او سوکال افغانستان غواړي.
د هند پر ځای د ایران بیرغ تېر شوی دی.
mokhtarma dade iran baeragh de nah de india manana
د تاند درنو چلونکو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم
په پورته خبری مطلب کی د افغانستان د بیرغ ترڅنګ د ایران بیرغ ښودل شوی دی، حال داچی د مضمون محتوا د افغانستان او هند د اړیکو په اړه ده .
ستاسو بریالیتوب او سلامتی زمونږ هیله ده.
سلام ،
یارانو تاسی مو عینکي سمي ور ته کښيږدی دا به د هند بیرغ وی د ایران به نه وي!!!! هو
په درنښت
مفتون صاحب دوی رښتیا وايي. موږ وروسته عکس بدل کړ.
د تبصره کوونکو دې کور ودان وي چې تل زموږ تېروتنې رااصلاح کوي
تاند