تاند، پنجشنبه، د اسد ۱۰: د امریکا استخباراتي او امنیتي چارواکي وايي، د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن مړ شوی دی.
امریکايي ټلویزیون این بي سي راپور ورکړی چې د دغه هېواد استخباراتي ادارو ته رسېدلي معلومات ښيي چې حمزه بن لادن نور په دې نړۍ کې نشته.
عربي ټلویزیون الحره هم وايي چې دریو امریکايي چارواکو ورسره په خبرو کې د حمزه بن لادن د مړینې خبر تایید کړی دی، خو دا یې نه دي ورته ویلي چې حمزه چېرته او څه ډول مړ شوی دی.
دغو امریکايي چارواکو نه دي ویلي چې ایا حمزه د امریکا له خوا وژل شوی یا یې په مړینه کې لاس و که نه؟
حمزه بن لادن په وروستي ځل د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې پر ویډیويي پيغام راښکاره شو او د سعودي خلک یې د دغه هېواد حکومت پر ضد انقلاب او پاڅون ته راوبلل.
له هغې وروسته د روان ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حمزه بن لادن په پیدا کولو یو میلیون ډالر جایزه اعلان کړه.
امریکا په ۲۰۰۱ کال دغه هېواد کې د سپټامبر د ۱۱مې پېښې د القاعده شبکې کار بولي.
د سپټامبر په ۱۱مه څلور امریکايي الوتکې د القاعدې د ۱۹ غړو لخوا وتښتول شوې شوې او دوه سوداګریزې ودانۍ او د پنټاګون یې پرې ووهل.