تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی د افغانستان په اړه د سلا مشورې په خاطر هند ته تللی دی.
هندي رسنیو نن وویل، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ډن فیلډمن په نوي ډیلي کې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوفل او د بهرنیو چارو وزیر ایس. جیشنکر سره وکتل.
هندي رسنۍ وايي چې دا کتنه د افغانستان په اړه د هند او امریکا د لوړې سطحې مشورو برخه ده.
ټاکل شوې ده چې د روان اپریل په وروستیو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم هند ته سفر وکړي.
محمد اشرف غني د تېر کال په سپټمبر کې د ولسمشر په توګه د کار له پیلولو تراوسه پوري هند ته نه دی تللی خو د هند سیال پاکستان او همداراز چین ته یې سفرونه کړي دي.
له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو نژدې کېدو په هند کې تر یوه حده اندېښنې زېږولي دي.
تېره میاشت د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د هند د یوه تحقیقاتي مرکز په بلنه ډیلي ته سفر وکړ او هڅه یې وکړه چې د هند اندېښنو ته تر یوه ځایه ځواب ووايي.
په نوي ډیلي کې د امریکا سفارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د افغانستان او امریکا لپاره د امریکا خاص استازي له هندي چارواکو سره واشنګټن ته د افغانستان د ولسمشر او اجرايي ريیس د وروستي سفر د نتیجو په اړه د خبرو په څنګ کې په دې سلامشوره وکړه چې څرنګه له یوه خپلواک، د ولسواک سیاسي نظم لرونکي، د ملي حاکمیت خاوند او ولسواک افغانستان ملاتړ په ښه ډول کېدای شي.
هند په تېرو دیارلس کلونو کې د افغانستان له بیارغونې سره تر ۲ ملیارد ډالره زیاته مرسته کړې ده.
د هند په مرستو په افغانستان کې سړکونه، ښوونځي، روغتونونه او ګڼې نورې عام المنفعه پروژې جوړې شوي دي.