تاند (پنجشنبه، د قوس ۲۸) د امریکا او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو پرون (چهارشنبه) په واشنګټن کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او په دې برخه کې د هند پر اندېښنو خبرې وکړې.

د امریکا متحدو ایالتونو، چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په فکر کې ده، ژمنه وکړه چې د هند اندېښنې به په پام کې ونیسي.

د امریکا او هند ترمنځ په واشنګټن کې د لوړې سویې په خبرو کې موافقه وشوه چې دواړه هیوادونه به په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخوي.

دا خبرې په داسې حال کې وشوې چې په هند کې غیرمسلمانو اقلیتونو ته د هند د تابعیت ورکولو د قانون پر سر په دې هیواد کې لویې مظاهرې روانې دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دې لپاره چې خپل هندي مېلمانه خوابدي نه کړي له احتیاطه کار واخیست او په دې موضوع یې خبرې ونه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو وویل چې دوی له خپلو هندي سارو سره په یو ورځینۍ غونډه کې له طالبانو سره د امریکا د سولې د بیا پیل شویو خبرو په اړه ژورې خبرې وکړې.

هند له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په نتیجه کې په افغانستان کې د سختدریځو د پیاوړتیا له درکه اندېښمن دی.

پامپیو په یوه ګډه خبري غونډه کې د هند دې اندېښنې ته په اشارې وویل:

«موږ د هند په اندېښنې پوهېږو. د دوی اندېښنه چې له پاکستان څخه د تروریزم په اړه یې لري، بیخي په ځای ده. موږ دوی ته ډاډ ورکړ چې دا مسله به په پام کې ونیسو.»

پامپیو هیله څرګنده کړه چې له طالبانو سره د سولې خبرې به بالاخره تشدد په فوق العاده ډول کم کړي او امریکا ته به موقع ورکړي چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کاندي.

هند طالبانو ته د دښمن په سترګه ګوري ځکه چې طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ م کلونو ترمنځ پر افغانستان د واکمنۍ په مهال له پاکستان سره خورا نژدې ول او ویل کېږي د هند په کشمیر کې جنګېدونکو سختدریځو ته یې په خپله خاوره کې کمپونه جوړ کړي وو.

هند په عین حال کې د افغانستان د اوسني دولت یو کلک ملاتړی دی او په تېرو ۱۸ کلونو کې یې له افغانستان سره د ۳ ملیارد ډالرو مرستې کړي دي.د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرا من یم شنکر د امریکا د باندنیو چارو وزیر د څرګندونو په ځواب کې وویل«بې له شکه موږ د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنه لرو. موږ باوري یوو چې په افغانستان کې د پخلاینې پروسه باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ وي.»

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر په هغو راپورونو له څه ویلو ډډه وکړه چې پر اساس یې ویل شوي ولسمشر ټرمپ غواړي له افغانستانه شاوخوا ۴ زره پوځیان وباسي.

خو په نورو راپورونو کې د ایسپر له قوله ویل شوي له افغانستانه ایستل کېدونکي پوځیان به د چین په وړاندې په اسیا – پسفیک سیمه کې ځای پر ځای شي.

One thought on “امریکايي چارواکي: له پاکستانه د تروریزم د صدور په اړه د هند اندېښنه په ځای ده”
  1. پاکستان ولي د نړۍ امنيت ته ګواښ بلل کيږي؟

    پاکستان د ټولي نړۍ امنيت ګواښي، تره ګړو ته يېـپټن ځايونه ورکړي، په سيمه او نړيواله کچه تره ګري روزي، نړيوال او په تيره بيا د پاکستان ګاونډي هيوادنه، بنګه دېش، هندوستان، او افغانستان، دپاکستان له ترهګرۍ سخت په تنګ او تر پزې رارسېدلي دي.
    بنګله دېش: پاکستان دي دجنګي جرمونو بخښنه وغواړي:
    پاکستان داسي یو هېواد ده چې له کومې ورځې رامینځ ته شوی بیایې دسیمي هېوادونه په کرار نه دي پرې ایښي.

    په ۱۹۷۱ م کال کې پاکستان په اوسني “بنګله دېش” مخکیني ختیځ پاکستان کې ډېر وحشتونه وکړو
    خو اوس بنګله دېش وایي چې پاکستان په ۱۹۷۱ م کال کې ډېر جنګي جرمونه ترسره کړي دي.

    پاکستان بیا دا تورونه په داسي حال کې ردوي چې یو ځل په ۱۹۷۴ کال کې دپاکستان صدراعظم ذوالفقار علي بوټو بخښنه غوښتې وه بوټو داهم ویلي وه چې تېر دي هېر شي مخته دي ګامونه واخیستل شي.

    خو “بنګله دېش” وویل چې دپاکستان دځینو لوړپوړو فوځي چارواکو او عسکر دجنګي جرمونو دوسیې دي پرانیستل شي پاکستان په دې خبره ډېره اندېښنه وښودله.

    پاکستان فوځ یوازي د بنګله دېش خلک نه دي وژلي په زرهاوو دپښتونخوا اوسېدونکي پښتانه ورک دي دهغوئ مېندې دخپلو اولادونو انځورونه په لاسونو کې ګرځوي دپاکستان فوځ دپښتنو په وړاندې بې ځوابه پاته ده.

    دپښتونخوا له حرکت داسي ښکاریږی چې دوهم بنګله دېش جوړېدونکی ده ځکه پښتانه نور دپنجاب له ظلمه تنګ راغلي دي.

    دنړیوالو څو ځله یادونه کړې ده چې پاکستان په لویو تروریستي پېښو کې لاس لري او پاکستان دترهګرو ځاله ده.

    دټولو ترهګرو تمویل، او تجهیز دپاکستان فوځ کوي پر همدې اساس پاکستان په خړ لِست کې هم شامل شو او امکان زیات شته چې پاکستان دي په نړۍ واله سطحه په تور لِست کې شامل شي.

    خو په اوسني عصر کې یې له ترهګریزو برېدونو افغانان، او هندوان تر پزې رارسېدلي دي
    که پاکستان نورهم خپلو ترهګري عملونو ته ادامه ورکړي نو لرې نه ده چې دهندوستان له لوري به کلکه څپېړه وخوري.

    همدا رنګه دافغانستان ولسمشر څو ځله نړیوالو ته رسمي شکایت وکړ چې پاکستان په افغانستان کې ترهګرې پېښې ترسره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *