تاند- امریکايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې وویل چې دا هیواد به افغانستان ته شاوخوا ۳۵۰۰ اضافي سرتېري واستوي.
رویټرز خبري اژانس وايي، افغانستان ته د دومره شمېر پوځیانو د لېږلو موضوع امریکايي چارواکو په دې شرط ورسره شریکه کړې چې نومونه به یې نه څرګندوي.
اژانس وايي چې افغانستان ته د اضافي پوځیانو د شمېر مسله په داسې وخت کې څرګندېږي چې دفاع وزیر جېمز ماتیس او د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورد د ولسمشر ډانلډ ترمپ پر نوې ستراتیژۍ د خبرو لپاره د کانګریس له غړیو سره غیرعلني غونډه وکړه.
پینتاګون ویلي چې افغانستان ته د لېږل کېدونکو اضافي پوځیانو شمېر به تر هغو څرګند نه کړي چې دفاع وزیر جېمز ماتیس پخپله اعلان نه وي کړی.
که تایید شي چې امریکا افغانستان ته ۳۵۰۰ نور پوځیان لېږي، په دې هیواد کې به د امریکايی پوځیانو شمېر ۱۴۵۰۰ ته ورسېږي.
دې ته په پام چې په ۲۰۱۱ م کال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر یولک تنو ته رسېده، څوارلس نیم زره ځواکونه ډېر لږ دي او ګومان نه کېږي چې د جګړې په وضعیت کې بدلون راولي خو د نویو ځواکونو د لېږلو په پرېکړه کې مهم ټکی دا دی چې دغو پوځیانو ته اجازه ورکول کېږي چې د طالبانو پر ضد عملیات وکړي.
د افغانستان په ۱۶ کلنه جګړه کې، چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي، تراوسه پورې ۲۳۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۱۷ زره نور ژوبل شوي دي.