خبریال: میرویس جلالزی – په داسي حال کې چې له افغانستانه د نړیوالو پام بلې خوا ته اوښتی په دغه هیواد کې د داعش ډلې خطر د هرې ورځې په تیریدو پراخیږي.

امریکايي ځواکونو د داعش ډله د نړۍ په دې برخه کې چندان خطرناکه نه ده ګنلې او اوس د امریکا یوه جګپوړي استخباراتي چارواکي خبرداری ورکړی چې د دوی ځواکونو له وتلو وروسته به په افغانستان کې د داعش د نفوذ پراختیا د د څو ورځو کار وي.

د مهالویش له مخې پتېیل شوي چې ټول امریکايي پوځیان د ۲۰۱۶ کال تر ډسمبر میاشتي پوري له افغانستان څخه ووځي.
د امریکا په یوه مشهور تلویزیوني پروګرام کې دا مسله په افغانستان کې د امریکا د یوه استخباراتي چاروکي له خولې خپره کړې ده .

دغه ټلویزیوني خپرونه چي د جوزیف جي ټو Joseph Farah’s G2 Bulletin. پروګرام دی او د امریکا په کچه ډیر شهرت لري د دغه چارواکي چې نوم یي پټ ساتل شوی په قول وویل، طالبان د ملا عمر له مړینې وروسته په دوو ډلو ویشل شوي چې یو شمیر يې د داعش پلوي کوي او داعش ډله به زموږ د سرتیرو له وتلو وروسته په څو ورځو کې تر کابله ورسېږي.

دغه چارواکی وايي له داعش پرته په افغانستان کې درې نورې ډلې هم شته چې یوه یې د ګلبدین حکمتیار اسلامي ګوند، بله يې طالبان او دریمه هغه یې د حقاني شبکه ده چې د دې دریو ډلو په خوا کې القاعده هم تت حضور لري او له یادو ډلو سره د وسلو او مالي امکاناتو په برابرولو کې مرسته کوي.

دغه چارواکي زیاتوي، دا ډلې یو له بله ډیر بد مني او په خاصه توګه پورتنۍ درې ډلې یعني حزب اسلامي، حقاني او طالبان، خو د حقاني ډله څو میاشتي دمخه له داعش سره یو ځای شوې ده، او ګومان کیږي چې حکمتیار دې هم له داعش سره تماسونه نیولي وي.

یادې سرچینې د جي ټي بلوټن خپرونې ته ویلي داعش ډله د طالبانو، حکمتیار او حقاني له مخالفتونو ګټه پورته کوي او په افغانستان کې د سرتیرو د جذبولو پروسه پرې چټکوي.

نوموړی زیاتوي چې د روان کال تر پایه یا هم په راتلونکي پسرلي کې د جنګي فصل په پیلیدو سره به افغانستان د داعش ډلې په یوه عمده جنګي ولایت بدل شوی وي.

دغه امریکايي مامور همدا راز دا خبره هم بربنډه کړې چې د پاکستان استخباراتي اداره نه یوازي له افغان طالبانو سره بلکې د داعش ډلي سره هم اوس مالي مرستې کوي په داسي حال کې چې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت دغه خبر رد کړی دی.

One thought on “امریکايي چارواکي په افغانستان کې د داعش د نفوذ پراختیا جدي وبلله”
  1. دا خبري كاملاء درست او دقيقي دي !
    كه څوك سوال وكړي ولي ؟ زه به په لاندي تو ګه كاملا ء دقيق جواب ووايم

    ١/
    داجه ټول جهان په دي ښه پو هيږي چه طالبان امر يكي منځ ته راو ړه او حمايه ګري هم امر يكا وه.
    ٢/
    داعش هم دامريكي لاس پو څي او په إيجاد كي أمريكا لاس لر لو او لري .
    ٣/
    دداعش جو ړول او بعدي أهداف دمير من كلينتن ليكنه چه خپله هم په كي مهم رول درلوده .
    هم ءي كري او هم ءي ريبي .
    دا چه په افغان ستان كي څه پيښيږي او منځ ته را ځي ټول مسوليت ءي دامر يكي او د أروبا ءي هيوادو او ددوي داستخباراتي او مافيا ءي كړيو او افغاني مافياءي كړيو چه ددوي په لو مه كي بند دي او بند پاتي دي .
    نتيجه :؛
    كه چيري أمريكا صلحه وغوا ړي سبا من ځته راځي او كه ونه غوا ړي همداسي پيش بيني به كوي .
    جه دا يو واقيعت دي نه پيش بيني .
    ددي د پاره تر څو خپل أهداف دهمدي داخلي مافيا په ذريعه لاس ته راو ړي بيا هغه وخت ددوي چاره هم كوي دوي دي هم پوه شي نه به ناصر خان وي اونه به دا سره پلان .؟
    دميرمن كلينتن ليكني ولولي په دي مو ضوعاتو چه پورته ما وليكل كاملاء ر ڼاءي ا چولي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *