تاند- ټاکل شوې ده چې نن /جمعه/ د امریکا د مریلنډ په کمپ ډیوید کې د افغانستان لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مشرۍ غونډه جوړه شي.
په دې غونډه کې، چې د افغانستان په وخت د شپې له اتو بجو وروسته بیلېږي او ۴ ساعته دوام کوي، مرستیال یې مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن، دفاع وزیر جېمز ماتیس، د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر، د سي آی اې رييس مایک پمپیو او یو شمېر نور جګپوړي چارواکي ګډون کوي.
ښاغلی ټرمپ او ښاغلی پینس به د ملي امنیت له سلاکارانو څخه د افغانستان او پاکستان په شمول، د جنوبي اسیا په اړه د امریکا پر نوې ستراتیژۍ مشورې واخلي.
د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتېس وايي، د ملي امنیت له ټیم سره د ولسمشر ټرمپ دا غونډه یو ځل بیا د افغانستان پر پالېسۍ یوې موافقې ته د رسېدو هڅه ده.