تاند- په ناټو تړون کې د امریکا ملکي استازې وايي، په افغانستان کې به د تروریزم پر ضد مبارزه د ترهګرۍ تر بشپړې پای ته رسېدا پورې دوام لري او امریکايي پوځیان به په افغانستان کې پاتې شي.
په ناټو کې د امریکا ملکي استازې مېرمن (کې بیلي هچسن) په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له قوماندان جنرال سکاټ میلر سره په کتنه کې یو وار بیا په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور پر اړتیا ټینګار وکړ.
دې له طالبانو سره د سولې د خبرو د ملاتړ ترڅنګ وویل، تر څو چې په افغانستان کې تروریزم له منځه وړل شوی نه وي د امریکا او ناټو پوځیان به په دې هیواد (افغانستان) کې پاتې وي.
اغلې هچسن زیاته کړه«د ناټو تړون غړي په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې د ماموریت ملاتړ کوي او زموږ ماموریت به د ترهګرۍ تر پوره ختمېدا پورې دوام وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې هم طالبان او هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د قطر په پنځم پړاو خبرو کې یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او له افغانستانه بهر ته د تروریزم د ګواښ د مخنیوي په برخو کې یې پرمختګ کړی دی.