تاند، شنبه، د قوس ۳۰مه: د امریکا گانګرس، د دغه هېواد دفاع وزارت ته سږ کال د افغان سولې د مذاکراتو د لوجستیکي مصارفو او د طالب مشرانو د سفرونو لپاره د ۱۵ میلیونه ډالرو د لګولو اجازه ورکوي.

که څه هم د قانون جوړوونکو لخوا ټینګه غوښتنه کېږي چې له دغو پیسو څخه د طالبانو شخصي جیب ته ګټه ونه رسېږي، مګر پنټاګون وايي، امکان شته چې له دغو پیسو څخه یې په غیر مستقیم ډول طالبانو سره هم څه ناڅه مرسته وشي.

د سي کیو د راپور له مخې پنټاګون د دغو لوجیستیکي مصارفو لپاره د روان کال په می میاشت کې کانګرس ته وړاندیز استولی و چې ورته یې منظور کړي، تر څو د سولې پروسې په برخه کې د طالب مشرانو د سفرونو، اوسېدنې، خوراک، څښاک، اړیکو او نورو اړتیاو لپاره ترې استفاده وشي.

د رول کال د راپور له مخې د امریکا د مسوولو ادارو دلیل دا دی چې دوی په دې سره تروریستي ډلې ته امکانات نه برابروي، بلکې د اتلس کلن کشمکش وروسته د طالبانو لخوا د ضمانتونو د ورکولو او د ټولو لوریو راټولولو یوه کمه بیه ورکوي، خو په کانګرس کې ځینې غړو بیا استدلال کړی چې دا ډېره عجیبه ده چې کومې ډلې سلګونه امریکایان وژلي دي، اوس د هغوی مصارف په غاړه واخیستل شي.

تمه ده چې د پیسو دا منظوري له سنا وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم لاسلیک کړي.

2 thoughts on “امریکايي کانګرس د طالب مشرانو د مصارفو لپاره ۱۵ میلیونه ډالر منظوروي”
  1. طالب مشرانو د کندهار عینو مېنه کې پراخ جایدادونه اخیستي‌

    د سولي‌ د خبرو د بیا پېلېدو سره هم مهاله په کندهار کې د طالب مشرانو د جایدادونو د رانیولو(اخیستلو) لړۍ زور اخیستی دی .‌

    خبریال ویب باڼې ته په لاس ورغلي‌ اسناد ښيي چې سلګونه جریبه ځمکه د طالب قوماندانانو او طالب مشرانو لپاره د هغوی خپل خپلوانو اخیستې ده .

    د عینو مېني ‌یوه چارواکي خبریال ډاټ کام ته وویل چې دوی پوهېږي چې ځمکې د طالب مشرانو لپاره اخیستل کېږي : خو دوی یې د مخنیوي‌ هڅه نه کوي .

    د کندهار د تر ټولو ښکلي ‌ښارګوټي ‌عینو مېني دغه شریک چې نه غواړي ‌نوم یې واخیستل شي‌ وايي چې د طالبانو د ځمکو د اخیستلو له کبله د عینو مېني د جایدادونو قیمتونه ډېر زیات لوړ شوي دي‌.

    د عینو میني‌ انتظامیه که څه هم د طالب قوماندانانو او طالب چارواکو نومونه نه اخلي‌، خو وايي‌ چې د طالبانو د کوټي ‌شورا ، د قطر ددفتر او په سیمه کې په جګړه د بوختو قوماندانانو له لوري ځمکي ‌او ځیني ‌کورونه اخیستل شوي او دا لړۍ روانه ده .

    د طالبانو د کوټې شورا یوه غړي ‌هم ددې خبري تاید وکړ چې ځینو طالب قوماندانانو او طالب چارواکو درواني جګړې پر مهال ډېري زیاتې ‌پیسې ګتلې دي‌ چې اکثرو یې په کوټه او د بلوچستان ایالت په ځینو برخو او ځینو لوړرتبه طالب مشرانو بیا په کراچي کې جایدادونه اخیستي دي‌.

    سرچینه وايي چې د طالبانو د سیاسي ‌دفتر مشر ملا براد چې په کومه ورځ پاکستاني‌ استخباراتو بندي ‌کاوه ، په هم هغه ورځ یې هم یو پلاټ یعني یوه نمره ځمکه په کراچي‌ښار کې پېرودلې وه .

    د طالبانو د سیاسي‌ دفتر مرستیال مشر عباس ستانکزي بیا د پیسو لویه برخه دوبۍ کې پر جایدادونو لګولې ده .

    ویل کېږي ‌چې نوموړی اوس د یوه کس سره په شراکت په کابل کې د واده د یوه صالون د پېرودلو په سودا بوخت دی .

    د عینو مېني ‌چارواکي ‌وايي‌ چې د ولسمشر ټرمپ‌ له لوري‌ چې کله د سولې‌ د خبرو لړۍ غوڅه کړل شوه ،بیا په تېرو (۳) میاشتو کې د طالب قوماندانانو له لوري‌ د ځمکو د رانیولو لړۍ هم ورو شوه ، خو د خبرو له بیا پیل سره اوس دا لړۍ دومري ‌زور اخیستی چې د عینو مېني‌ په تاریخ کې بې سارې بلل کېږي‌.

    د عینو مېني ‌چارواکي وايي چې د خپلې‌ پالیسي له مخي پر طالبانو باندي یوځای یوه ټوټه ځمکه نه پلوري ؛ بلکه په بیلا بیلو برخو کې پر دوی باندي ‌ځمکې خرڅوي‌.

    د کندهار د عینو مېني ملکیت د محمود کرزي ، حامد هلمندي او رحمت کارمران او یوه بل شریک سره دی خو د منجمنټ چارې یې د حامد کرزي‌له بل ورور شاولي‌ کرزي سره دي ‌چې د عینو مېني ‌په اوسني جوړښت او خرڅلاو کې ډېر مهم رول لري .

    د کندهار عینو مېنه چې په لمړیو کې د حامد هلمندي د منجمنټ تر سیوري‌لاندي‌ وه ؛ هغه مهال ډېره پر مخ ولاړه چې د ادارې او منجمنټ چارې یې یوه تجار او د همدغې مېني ‌شریک رحمت کامران په غاړه واخیستې .

    که څه هم ښايي طالبان دا ونه مني ‌چې عینو مېنه کې پراخ جایدادونه اخیستي ، خو په لویه کې دا د افغانانو او ددغه هیواد دسولي ‌لپاره یو تر ټولو ښه خبر دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *