تاند (پنجشنبه، د ثور۱۱) اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، امریکايي کومانډو ځواکونو پر هغو طالبانو برید کړی چې یو امریکايي قراردادي یې یرغمل کړی دی.

اژانس د امریکايي چارواکو په قول وايي چې په دې برید کې د طالبانو د حقاني شبکې یو شمېر مشکوک غړي، چې د امریکايي قراردادي په تښتولو کې یې لاس درلود، نیول شوي دي.

متقاعد امریکايي پوځي مارک آر. فریچیز داسې مهال برمته شو چې طالبانو له امریکایانو سره په قطر کې د سولې خبرې کولې.

له همدې کبله د امریکا د کانګریس یوه غړي له طالبانو سره د سولې پر موافقې توندې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې طالبان د باور وړ نه دي.

د امریکا په کانګریس کې د جمهوريپال ګوند غړي مایکل والتز له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په خبرو کې له طالبانو سره د امریکا د سولې پر موافقې توند انتقادونه وکړل.

د کانګریس دغه غړي، چې په افغانستان کې یې پوځي خدمت هم کړی، وايي چې طالبان پر موافقې ولاړ نه دی او له امریکا سره د خبرو په ترڅ کې یې یو امریکايي تبعه برمته کړ.

ده همداراز ویلي «تر هغو چې دا امریکايي خوشي شوی نه وي، نور هیڅ تخفیف، هیڅ معامله او هیڅ مخ په وړاندې ګام نه دی پکار.»

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې مارک آر. فریچیز څرنګه د طالبانو له لوري برمته شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *