تاند- یوه جګپوړي امریکايي جنرال نن /جمعه/ کابل ته تر رسېدو مخکې وویل، له افغانستانه د شاوخوا ۱۴۰۰ سرتېرو د ایستلو په باب د ولسمشر بارک اوباما پرېکړه به په دغه هیواد کې د ناټو پر ماموریت کوم اغېز ونه کړي ځکه چې ځیني کارونه له بهره هم کېږي.
اوباما د چهارشنبې په ورځ د پخواني پلان خلاف، چې باید نیمايي سرتېري یې له افغانستانه ایستلي وای، وپتېیله چې ۸۴۰۰ سرتېري په دغه هیواد کې پرېږدي.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزیف وټل، د اوباما د پرېکړې له اعلانه وروسته په لومړنیو څرګندونو کې په افغانستان کې د موجودو ۹۸۰۰ امریکايي پوځیانو د شمېر د کمېدو اغېز له دې سره سره کم اهمیته وښود چې د امریکايي پوځیانو له وتلو سره د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې خورا ډېرې شوي دي.
کانګریس ته د پینتاګون په وروستي راپور کې ویل شوي چې د جنورۍ له میاشتې را په دې خوا د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر د تېر کال په پرتله ۲۷ فیصده زیات شوی دی.
وټل د خبریالانو یوې وړې ډلې ته، چې له ده سره په الوتکه کې افغانستان ته په سفر کې ملګري وه، وویل«دا سخت حالت دی چې د دوی (افغان ځواکونو) تلفات زیات شوي. دا د اندېښنې وړ ده. موږ باید دې ته پام ولرو. خو فکر نه کوم د ځواکونو د شمېر د کمولو په برخه کې زموږ پرېکړه به زموږ پر اصلي ماموریت اغېز ولري، په تېره بیا د افغان امنیتي ځواکونو په ارتباط.»