تاند- د امریکا د مشرانو جرګې د جمهوریتپال ګوند یوه مخکښ غړي پرون وویل، له افغانستان سره به د امریکا د ځینو مرستو مخه ونیسي.

سناتور کراکر، چې د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړی دی، وايي د هغو ۷۵ ملیون ډالرو په شمول، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د راتلونکي کال د انتخاباتو لپاره په نظر کې نیول شوي دي له افغان حکومت سره به د امریکا د مرستو تر هغو پوري مخه نیسي چې د اوباما حکومت د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته د نغدي مرستې په اړه دقیق مالومات نه وي ورکړي.

وروسته له دې چې د ایران له لوري د ولسمشرکرزي دفتر ته د مالي مرستو خبرونه خپاره شول، بریتانیا او امریکا هم وویل چې د دوی استخباراتي ادارو د کرزي دفتر ته بې حساب کتابه پیسې ورکړي دي.

سناتور باب کراکر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د امریکا د نړیوالې پراختیا د ادارې (یو ایس ایډ) مشر راجیو شاه ته په استولي لیک کې خبرداری ورکړی چې د ده پخواني لیک ته سم ځواب نه دی ویل شوي، بشپړ مالومات نه دي ورکړای شوی او له دې کبله له دې پرته چې د امریکا د ملیونونو ډالره بهرنیو مرستو مخه ونیسي بله چاره نه ده ورپاتې شوې.

کراکر ویلي:«د پیسو منظوري به تر هغو بنده وساتم چې د موضوع په اړه بشپړ مالومات نه وي راکړای شوي او سم ډاډ نه وي راکړای شوی چې په افغانستان کې زموږ پالیسۍ زموږ له ملي ګټو سره سمې دي.»
د امریکا ولسي استازي وايي، که امریکا هر چا ته هرڅومره مرسته ورکوي باید د هغو حساب کتاب موجود وي، د رسمي چاینلونو له لارې ورکړای شي او په پای کې دا ثبت شي چې څومره پیسې په څه ولګېدې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *