ابوبکر بغدادي

تاند، یکشنبه، د عقرب ۵مه: امریکايي رسنیو د دریم ځل لپاره راپور نشر کړی چې د داعش ډلې مشر ابوبکربغدادي په سوریه کې وژل شوی دی.

 نیوزویک مجلې په خپل راپور کې نن یکشنبه ادعا کړې چې د امریکا ځانګړو عملیاتي ځواکونو د سوریې په ادلیب ښار کې د داعش مشر ابوبکر بغدادي وژلی دی، خو بلخوا داسې راپورونه هم شته چې نوموړی په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

 بلخوا امریکايي رسنۍ ادعا کوي چې د بغدادي د وژلو لپاره عملیات یوه اوونۍ وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر طراحي شوي وو.

 د نیوزیک په راپور کې راغلي چې په دې عملیاتو کې د ابوبکر البغدادي دوه مېرمنې هم چې ځانمرګي واسکټونه یې اغوستي وو، وژل شوې دي.

 د دغو راپورونو له نشر وروسته ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ډېره لویه پېښه شوې ده، مګر زیات جزیات یې نه دي ورکړي.

 امریکايي رسنیو ویلي، ټاکل شوې چې د امریکا په وخت نن ماسپښین ټرمپ په دې تړاو یوه وینا هم وکړي.

 ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۴ کال کې ځان د خپلو اته میلیونه پلویانو له منځه په عراق او سوریه کې د مسلمانانو خلیفه اعلان کړی و.

 خو له هغې راوروسته امریکایانو درې ځل د هغه د وژنې راپورونه ورکړل او هغه به بیا په یو ویډیويي کلیپ کې له خپلو جنګیالیو سره راښکاره شو.

One thought on “ امریکایانو د دریم ځل لپاره د داعش د مشر ابوبکر بغدادي د وژلو خبر ورکړ”
  1. داسی ویل کیږی چی امریکایی څیړونکی د یاد کس د معاینی شروع کړی چی یاد جسد دده که بل شخص دی
    ځکه لدی مخکی څو کاله وړاندی آسامه بن لادن هم په پاکستان کی ووژل شو مګر د هغه جسد رسانیو ته ونه ښودل شو
    کیدای شی همدا بغدادی همغه آسامه بن لادن وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *