تاند، شنبه، د دلوې ۱۲مه: په واشنګټن کې د امریکا د څېړنیز مرکز او هېریټیج بنسټ په کې د افغان سولې او په افغانستان کې د امریکایې پوځیانو د راتلونکې په اړه ناسته شوې چې په کې د امریکا د پوځ پخوانيو جنرالانو ګډون کړی دی.
په ناسته کې امریکایې جنرالانو پاکستان دوه مخې هیواد بللیه او زیاته یې کړه چې پاکستان لا هم له امریکا سره دروغجن چلند کوي او په سېمه کې ترهګرې ډلې تقويه کوي.
دغو جنرالانو په دوحه کې د امریکایي او طالب چارواکو د سولې روانو مذاکراتو سره مخالفت ښودلی او زیاته کړې یې ده چې د خلیلزاد او طالبانو د سولې روان مذاکرات به د سېمې په خیر تمام نه شي.
دغو جنرالانو زیاته کړې هغه مذاکرت چې افغان ولس پکې برخه ونه لرې پایلې به یې بې مانا وي.
د ناستې د ګډونوالو په نظر باید په مذاکراتو کې افغان حکومت او ولس ته د برخې اخیستو اجازه ورکړل شي.
ددوی په وینا که امریکایې پوځیان له افغانستان ووځي نو په افغانستان کې به بیا د ۹۰ مو کلونو جګړه پېل شي چې ګڼل شمېر خلک به په کې یو ځل بیا بې کوره او ووژل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د خلیلزاد مذاکرات په دوحه کې یو وار بیا د خنډ ښکار شوي او خلیلزاد اړ شوی چې پاکستان ته لنډ سفر کې د دغه هیواد د پوځ له مشر سره وویني.