خبریال: میرویس جلالزی – د امریکا د کانګریس غړیو خپلو افغان همکارانو ته له حکومت څخه د مرستې د دوام غوښتنه وکړه.
دغو سناتورانو ویلي چې که څه هم کانګرس له افغان همکارانو سره د مرستې د دوام پر وړاندي منفي پریکړه کړې او نور له هغوی سره د مرستو دوام پلان نه لري لیکن یو شمیر سناتوران د خپلو افغان همکارانو د خوندي توب په اړه اندیښمن دي.
هغوی وايي طالبان او نور بلواګر پر له پسې پر دغو افغان ملګرو بریدونه کوي او ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.
د نیو همپشایر ایالت سناتورې جیني شهین وايي، دا به هڅه وکړي له یو شمیر نورو سناتورانو سره په ګډه داسي قانوني لارې چارې ولټوي چې بیرته له افغان همکارانو سره د مرستو پروګرام جاري کړای شي.
میرمن شهین له امریکايي رسنیو سره په مرکه کې ویلي دا باوري ده چې له افغان همکارانو سره د مرستو بهیر به بیا پیل شي او هغه افغانان او د هغو کورنۍ به له افغانستان امریکا ته وایستل شي چې ژوند یې به خطر کې دی.
دغه پروګرام د ۲۰۱۷ کال له پیل سره د کانګرس له خوا پای ته رسیدونکی اعلان شوی و.
په همدې حال کې د امریکا څلور ستوري پوځي جنرال پیتر چارلي هم په امریکایي قانون جوړوونکو غږ کړی چې افغان همکارانو سره د مرستو پروګرام بیاځلي وغځوي.
هغه ویلي کله چې ده په افغانستان کې دنده لرله په وار وار یې افغان ژباړونکي لیدلي چې له کار څخه د کور پر لور د تلو پر مهال د یاغیانو له لوري وژل شوي دي.
دغه جنرال د افغان ژباړونکو ماموریت له خپل پوځي ماموریت سره کټ مټ یو شان بللی او د هغوی د خوندي توب په اړه یې شدیده اندیښنه ښوولې ده .