تاند- د امریکا دفاع وزارت (پینتاګون) د پنجشنبې په ورخ اعلان وکړ چې سږ کال افغانستان او اروپا ته شاوخوا ۵۷۰۰ نور پوځیان لېږي.

د سټار اینډ سټرایپس د راپور له مخې د شمالي کارولینا له فورټ برګ او د جورجیا له فورټ سټیوراټ څخه به ۱۷۰۰ سرتېري په دوبي کې افغانستان ته روان شي او په دغه هیواد کې د دېره ځواکونو ځای به ونیسي؛ ۴۰۰۰ نور امریکايي پوخیان به په کینساس کې له فورټ ریلي څخه په مني کې اروپا ته لاړ شي.

د پینتاګون ویندوی ایریک پاهن وویل چې د دغو ځواکونو له استول کېدو سره به په هیڅ ځای کې د امریکايي پوځیانو شمېر زیات نه شي بلکې د پخوانیو ځای به نوي ونیسي.

دوې میاشتې پخوا په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جان نیکلسن په افغانستان کې د څو زره نورو پوځیانو غوښتنه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *