د امریکا دفاع وزارت پرون /سې شنبه/ ۱۵۰۰ تازه دمه ځواکونه افغانستان ته واستول چې د تروریزم پر ضد په مبارزه او د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې مرسته وکړي.

دا ځواکونه د امریکا د نوې ستراتیژۍ پر اساس نه دي رالېږل شوي بلکې د هغه روتین یا معمول پروګرام له مخې رالېږل کېږي چې پر ځای یې همدومره پوځیان له افغانستانه وځي یا وتلي دي.

امریکا هر څه موده وروسته په افغانستان او نورو هیوادونو کې له ټاکلې مودې وروسته خپل ځواکونه بدلوي.

د امریکا پوځ د ۱۵۰۰ تازه دمو ځواکونو د لېږلو په مهال وویل چې د دوی په ماموریت کې د افغان ځواکونو روزل او په جګړه کې ملاتړ شامل دي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ پر اساس افغانستان ته د ۴ زرو او ۵ زرو ترمنځ نور ځواکونه ولېږل شي.

همداراز د ناټو نورو غړیو ژمنه کړې چې افغانستان ته به نور ځواکونه واستوي.

د ناټو په غونډه کې، چې ټاکل شوې ده  سبا/ پنجشنبه/ په بروکسل کې پیل شي، د افغانستان لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ او افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلو په اړه خبرې او احتمالاً پرېکړې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *