تاند، یکشنبه، د اسد ۶مه: امریکا د ایلینویز ځواکونو ۴۰۰ سرتېري افغانستان ته د ولسمشریزو ټاکنو ترسراوي سره سم را استوي.
اسوشیټډ پریس اژانس وايي، دا ۴۰۰ سرتېري د امریکا د ایلینویز ملي نظامي ګارد برخه دي چې افغانستان کې به د ټروریزم ضد عملیاتو کې برخه واخلي.
راپور کاږي چې دا ۴۰۰ سرتېري د تکساس ایالت فورټ بلیس نظامي اډې ته لېږدول شوي او افغانستان ته به د سپټامبر په ۲۷مه راورسېږي.
په همدې حال کې د سپټامبر په ۲۸مه افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو امریکایانو سره په خبرو کې د بهرنیو ځواکونو د ایستلو او مهالویش په تړاو څو ځله د پرمختګونو خبر ورکړی، خو زلمي خلیلزاد بیا ویلي، امریکا افغانستان کې د دایمي ثبات په لټه کې ده، نه د ځواکونو د ایستلو په لټه کې.