تاند، چهارشنبه د چنګاښ ۲۶ مه: کابل کې د امریکا سفیر جان بس اعلان کړی چې هېواد به یې افغانستان سره د ټاکنو د عملیاتي چارو د پرمخ بیولو لپاره ۲۹ میلیونه ډالر مرسته وکړي.
جان بس نن چهار شنبه رسنیو ته خپله استولې اعلامیه کې د ټاکنو د بودیجې د نهايي کېدو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده امریکا هم د ټاکنو د بریا لپاره افغانستان سره ۲۹ میلیونه ډالر مرسته کوي.
جان بس ویأي، هیواد یې افغانستان کې د کورنیو څارونکو مصارف هم ورکوي تر څو خلک د ټاکنو د اعتبار او روڼتیا په تړاو ډاډمن شي.
جان بس دغه راز ټینګار کړی چې د خلکو د تمې سره سم باید ټول د ولسمشرۍ نوماندان په هیڅ ډول له دولتي سرچینو څخه خپلو کمپاینونو کې استفاده ونه کړي.
ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د رارونې میزان میاشتې په شپږمه ترسره شي.
دا وار ولسمشرۍ ته ۱۸ نوماندان درېدلي دي چې د ټاکنو ترسراوي لپاره تر اوسه حکومت کمېسیون ته شپږ اعشاریه ۹ ملیارده افغانۍ ورکړي او ۴ اعشاریه ۴ ملیارده افغانۍ یې له نړیوالې ټولنې غوښتې دي.