تاند، سه شنبه، د حوت ۲۰مه:د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي، افغانستان کې باید یو ټولمنلی حکومت وي او له موازي حکومت څخه ملاتړ نه کوي.
امریکا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د موازي حکومت له جوړېدو سره مخالف دي او دغه لړ کې له زور کارونې سره کلک مخالف دي.
امریکا تر هغه وروسته دا ډول غبرګون وښود، چې تېره ورځ ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په یو وخت کې په جلا – جلا توګه د لوړې مراسم ترسره کړل.
ټاکل شوې وه د ولسمشر غني د لوړې مراسم د روانې کب میاشتې په ۹ مه نېټه ترسره شي خو هغه وخت یې د امریکا په غوښتنه او د سولې د هوکړې په درشل کې وځنډول.
تېره ورځ هم د خلیلزاد په منځګړیتوب د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅي وشوې او له همدې امله د ولسمشر غني او د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم تر څو ساعتونو پورې وځنډول شول، خو په پای کې کومې پایلې ته ونه رسېدل او دواړو په جلا – جلا توګه د لوړې مراسم ترسره کړل.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي چې هڅه کوي د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړی وکړي، تر څو یو موټی افغانستان د سولې بین الافغاني خبرو ته ودانګي.
امریکا د اشرف غني او عبدالله عبدالله د تېرې ورځې له بیانونو هر کلی کړی چې داوړو د یو پراخ حکومت د جوړېدو خبره کړې، او سولې ته یې لومړیتوب ورکړی دی.
امریکا د ولسمشر غني له لوري د طالب بندیانو د خوشې کېدو له فرمان څخه هم هرکلی کړی دی.
تېره ورځ جمهور رئیس غني د خپل لوړې مراسمو پر مهال وویل چې نن ( سه شنبه کب ۲۰ ) د طالب بندیانو په اړه به فرمان صادر کړي چې وکولای شي د جګړې کرښې سړې کړي.
دا خائينه دوه سره جمهوری رئيسانو ډرامه د شیطان او د افغانستان ملت واقعی دوښمن خلیلزاد ته مبارکی ، نوموړۍ ولی مسلسل پدی هڅه کښي دی چی افغان غیرتی ملت په عوض ددی چی د مضری انارشی څخه راووزی هغه ئي لا مضرتره انارشی ته ټیله کوی او نه غواړی چی ملت ددی قاتلانو ، جنایتکارانو او د اجنبی غلامانو څخه نجات پیداکړی ایا خلیلزاد د امریکا کثیفو هدفونو رسیدو لپاره افغانستان له مینځه وړلو او د پاکستان تر واک راوستلو بیماری لری ؟؟؟ بلی دا بیماری لری، نوموړۍ د خپل پلار په شان بی کرکتره او وحشی انسان دی او غیر له مادیاتو ددوی لپاره بل هیڅ اهمیت نه درلود او نه به دده زوی څخه دا توقع ولرلۍ شی !!! اما ملت به یو وخت د ستا خیانتونو ته یو وخت لازمه تحفه درکړی دا د انتقام عنعنه د اصیلو افغانانو باید درته څرګنده وی !!!! د ستا اصلاح غیری ممکنه دی
همدا خبری که په لومړیو ورځو کی عبدالله ته کړی وی نو عبدالله به پرون د موازی حکومت د لوړی مراسم نه تر سره کول خو لدی معلومیږی چی امریکا تل کوښښ کړی چی افغانانو ته ستونزی وزیږوی ددی پر ځای چی دا جنګی ډلی ټپلی یی پدی ۱۹ کلن دوران کی محکمی او څارنوالی ته معرفی کړی وای او د داخلی جګړو په اړه ترینه پوښتنی او څیړنی شوی وای همدا جنګی ډلی ټپلو ته یی قدرت ورکړ او ډیرو سرمایو او دارای څښتن کړل او دوی کوښښ کوی چی دا سرمایه او دا د ډالرو باران همیشه لپاره په دوی ووریږی
امریکا پدی ۱۹ کلنه دوره ټول ډالر همدی جنګی ډلو ټپلو ته په واک کی ورکړی وو نو لا تر اوسه چا دا جرت ندی کړی چی ترینه پلټنه او پوښتنه وکړی چی دا ډالر چیری مصرف شو او څرنګه مصرف شول او ددی لایق او حق تنها یواځی شمالی ټلوالی پوری وو که دلته پدی خاوری کی نور ولس هم شته
مګر امریکا په تاریخ داسی اشتباه ګانی وکړی چی ګومان کوم په ویتنام کی یی هم نه وی کړی
ځکه افغان دولت تل ورته ویل چی طالبان په پاکستان کی اوسیږی مګر دوی غوږونه ورباندی کاڼه اچولی وو مګر ملافضل الرحمن تیره میاشت هرڅه روښآنه کړل او پدی خبره یی اعتراف وکړ او عبدالله او ربانی او مسعود جنګی ډلو ټپلو په مالی او نظامی ملاتړ مخکی له مخکی جنرال حمید ګل او مشرف او اوس وخت کی عمران خان په امریکا کی اعتراف وکړ مګر څو ورځی مخکی د پارلمان غړی شاهد حسین هرڅه روښانه کړل
پداسې حال کې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو غورځنګ د خپل منځي خبرو پیل ته تیاری نیسي ، د ډاکتر عبدالله له خوا د خپل سري او د زورواکانو ټول شموله پاچاهي اعلانول په خپل ذات کې د هېواد له اساسي قانون ، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او نړیوالو حقوقي نورمونو نه ښکاره او څرګنده سرغړونه ده .
له بلې خوا د شاوخوا څلوېښتو هېوادنو د نظامي قوا وو ، په کابل کې د ملګرو ملتونو او د ناتو د سازمان د استازو او همدارنګه د نړیوالو دیپلوماتیکو سفارتونو په موجودیت کې د یو څو تنو بېکاره او احساساتي ځوانانو په منځ کې د « د ټولو زورواکانو ګډ » حکومت اعلانول پدې مانا ده چې دوی ته نړیوال قوانین هم اهمیت نه لري او یا پدې اوږده موده کې د شمال ټلوالې او ټول شموله زورواکانو د دموکراسي او انساني ژوند هېڅ اصول ندي زده کړي.
که پداسې یو حساس وخت کې خدای مکړه له یوې خوا کومه سیاسي – نظامي تېروتنه او اشتباه وشي ، د ټولو هېوادوالو ترمنځ به د جګړې او نفاق اوربل کړي. د افغانستان ملي حاکمیت ، مځکني بشپړتیا ته به نه جبران کېدونکي تاوان ورسوي او د ورونو قومونو ترمنځ شته اعتماد اود خپلوي علایق به د تل لپاره له منځه یوسي.
بنا د داسې مغرضو او خودخواه په اصطلاح سیاسونو د کړنو مخنیوي پکار ده