تاند- د امریکا دفاع وزارت د افغان ملي اردو او ملي پولیسو لپاره د ۱۶۷۳ هاموې زغرګاډو د مهیا کولو لپاره له اې ایم جنرال کمينۍ سره د ۳۵۶ملیون ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړ.
په دې قرارداد کې له اې ایم جنرال کمپنۍ (AM General) څخه غوښتل شوي چې ۱۲۵۹ (M1151A1B1) او ۴۱۴ (M1152A1B2) ماډل زغرګاډي جوړ کړي.
اې ایم جنرال کمپنۍ به د ۲۰۱۷ د جولای تر ۲۹ پوري ټول زغرګاډي جوړ او وسپاري.
امریکا او د ناټو نورو غړیو هیوادونو تېر جولای د پولنډ په وارسا کې ژمنه وکړه چې تر ۲۰۲۰ پوري به د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره ۴ نیم ملیارد ډالره مرسته کوي.
امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر روزلو او تجهیزولو تر ۶۰ ملیارد ډالره زیات لګولي خو د دغه هیواد ډېرې پیسې په قراردادونو کې د شفافیت د نشتوالي له کبله ضایع شوي دي.