تاند، سه شنبه، د اسد ۲۹مه: امریکا په افغانستان کې د جګړې له قربانیانو او د طبیعي پېښو له کبله بې کوره شویو سره ۱۲۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.
په کابل کې د امریکا سفارت وايي، دا مرستې یې له هغې ۱۹۰ میلیون ډالري بستې څخه ورکول کېږي چې دوی د افغانستان لپاره سږني مالي کال کې بېلې کړې وې.
د امریکا سفارت وايي، هېواد یې په افغانستان کې له جګړه ځپلیو وګړو سره مرستو ته ژمنه ده او افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
امریکا وايي، دا ۱۲۵ میلیونه ډالر مرسته به یې وچکالۍ ځپلیو او جګړه ځپلیو لپاره د خوړو، څښاک د اوبو اسانتیا او نورو برخو باندې ولګول شي.