تاند- د امریکا دفاع وزارت د افغان ملي اردو لپاره له یوه امریکايی شرکت سره د ۵۵ یرغلیزو متحرکو وسایطو قرارداد وکړ.
د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم، دا وساسط به د لویزیانا په نیو اورلینز کې د ټیکسترن مرین انډ سیستمز شرکت له لوري جوړ شي.
د متحدو ایالتونو دفاع وزارت دغه شرکت ته د ۵۵ وسایطو د جوړولو لپاره ۵۶ ملیونه او یولکو شپږ اویا زره اته سوه څلور شپېته زره ډالر ورکوي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دا نقلیه یرغلیز وسایط به د ۲۰۱۶ م کال د اپریل تر ۱۸ پوري بشپړ شي.
له دې جلا ټاکل شوې ده چې د افغانستان ملي امنیتي خواکونو ته امریکا د ۳۶۹ ملیون ډالرو په ارزښت ۲۲۹۳ د منځني تاکتیک زغرګاډي هم رانیسي. د متحدو ایالتونو دفاع وزارت د دغو زغرګاډو قرارداد مخکې لاسلیک کړی دی.