تاند- د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې د بلک هاوک څرخکو لپاره د افغان پېلوټانو د روزنې په خاطر به تر اکتوبر میاشتې پورې یو شمېر دا ډول روزنیز هیلي کوپترونه افغانستان ته راوړل شي.
وروسته له دې چې د امریکا کانګریس د افغان هوایي ځواک لپاره د روسي هیلي کوپترو د پېرلو مخه ونیوله، امریکا پرېکړه وکړه چې افغان هوايي ځواک په امریکايي الوتکو سمبال کړي. په دې لړ کې تراوسه یو شمېر سوپر توکانو وړې جنګې الوتکې د افغانستان هوايي ځواک ته سپارل شوي دي او اوس ټاکل شوې چې امریکا د افغانستان هوايي ځواک ته ټولټال ۱۵۹ بلک هاوک څرخکې ورکړي.
په یو نیم کال کې به د افغانستان هوايي ځواک ته ۵۳ بلک هاواک څرخکې ورکړای شي.
د دغو او نورو جنګي الوتکو لپاره په امریکا کې تر ۱۰۰ ډېر پېلوټان تر روزنې لاندې دي.
د امریکا ولسمشر د افغانستان ولسمشر ته ویلي چې د افغان هوايي ځواک د ملاتړ لپاره یې ۸۵۰ ملیون ډالره ځانګړي کړي دي.
د راپورونو له مخې، پینتاګون غواړي چې د افغانستان هوايي ځواک ته ۳۰ کایوس واریر څرخکې، ۶ نورې سوپرتوکانو الوتکې او ۵ اي سي ۲۰۸ الوتکې وسپاري.
د غوڅ ملاتړ ماموریت ویندوی ویلیم سالوین نن وویل، د اکتوبر تر لومړیو پورې به بلک هاوک روزنیزې څرخکې افغانستان ته راواستول شي او د کندهار په هوايي ډګر کې به د افغان پېلوټانو روزنه پیل شي.
د افغانستان هوايي ځواک ۷۸ ایم آی ۱۷ هیلي کوپتر او یو شمېر ترانسپورتي څرخکې لري چې اکثره ډېرې زړې دي.