تاند- د امریکا هوايي ځواک له اوربیټل اې ټي کې (Orbital ATK) کمپنۍ څخه د افغانستان لپاره د (AC-208) جاسوسي، څارونکو، او کشافو الوتکو قرارداد لاسلیک کړ.

د امریکا د هوايي ځواک او اوربیټل اې ټي کې (Orbital ATK) ترمنځ له دې قرارداد سره سم، چې ارزښت یې ۸۶ ملیونه او ۴ سوه زره ډالره دی، دا کمپنۍ به د ۲۰۱۹ م کال د جون تر نهمې پورې کشافې، جاسوسي او څارونکې الوتکې افغان هوايي ځواک ته سپاري.

د قرارداد پر اساس امریکا یوازې د الوتکو پیسې ورکوي.

د الوتکو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.

د امریکا هوايي ځواک د سږ کال په جنورۍ کې ویلي و چې له اوربیټل اې ټي کې (Orbital ATK)) سره په خبرو بوخت دی چې د افغان هوايي ځواک لپاره ۷ الوتکې رانیسي.

امریکا تراوسه پورې د افغان هوايي ځواک لپاره یو شمېر برازیلۍ سوپر توکانو سپکې جنګي الوتکې هم اخیستي او دغه راز یې د ۱۵۹ بلک هاک څرخکو د ورکولو ژمنه کړې ده. تراوسه پورې د امریکا پوځ څو بلک هاک هیلي کوپترونه په کندهار کې افغان هوايي ځواک ته سپارلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *