هیلي کوپتر

تاند- د امریکا دفاع وزارت د دغه هیواد کانګریس ته ویلي چې د افغانستان د ملي اردو لپاره روسي الوتکې نه اخلي او د هغو پر ځای افغان هوايي ځواک ته امریکايي څرخکې ورکوي.

روسیې په وروستیو ورځو کې اعلان وکړ چې حاضر دی د افغانستان اردو ته هیلي کوپترونه ورکړي.

روسیه افغان اردو ته د څرخکو پیسې له امریکا اخلي خو وروسته له دې چې د امریکا او روسیې اړیکې د اوکراین پر سر خرابې شوې، امریکا له روسیې څخه د افغان هوايي ځواک لپاره د څرخکو د رانیولو معامله وځنډوله.

پینتاګون یا د امریکا دفاع وزارت کانګریس ته ویلي چې له روسیې څخه د ایم آی ۱۷ جنګي هیلي کوپترونو د رانیولو پر ځای امریکايي څرخکې افغان ځواکونو ته ورکوي.

د امریکا په مشرانو جرګه کې د کنتیکټ ایالت استازي کریس مورفي وویل«ولي باید د امریکا حکومت د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې روسانو ته ورکړي، هغې روسیې ته چې په سوریه کې د اسد رژیم ملاتړ کوي او پر دغه هیواد یې یرغل کړی دی.»

پینتاګون ویلي چې بلک هاواک سیکورسکي هیلي کوپترونه به افغان هوايي ځواک ته ورکړي.

امریکا تراوسه پوري د دې لپاره د افغان هوايي ځواک لپاره روسي هیلي کوپترونه اخیستل چې تر امریکايي هغو ارزانه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *