تاند- امریکا نن /سې شنبه/ اعلان وکړ چې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ پوري به د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره افغانستان ته د کال یو ملیارد ډالره مرسته ورکړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارد اولسن په اتلانتیک کونسل کې وویل، متحد ایالتونه د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې خپل رول ته دوام ورکوي.

ښاغلي اولسن وویل، پر هغو ۳ ملیارد ډالرو سربېره چې له کانګریس څخه غوښتل شوي، ولسمشر بارک اوباما تر ۲۰۲۰ پوري د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د کال یو ملیارد ډالره ورکوي.

ده همداراز تایید کړه چې ولسمشر اوباما په روان ۲۰۱۶ م کال کې په افغانستان کې د خپلو موجودو ۹۸۰۰ سرتېرو شمېر نه کموي او په ۲۰۱۷ کې به ۵۵۰۰ سرتېري په کوچنیو اډو کې پرېږدي.

ده دغه راز وویل، فکر کوي چې ناټو به په افغانستان کې د ۲۰۱۷ کال لپاره د ۹ زره پوځیانو غوښتنه وکړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي په افغانستان کې د ځواکونو د پرېښودو خبره په داسي حال کې کېږي چې اوباما له ډېر پخوا څخه غواړي چې له افغانستانه زیات شمېر پوځیان وباسي.

د وسله والو طالبانو له لوري د جګړې شدت د دې سبب شوی چې امریکا او د ناټو نور غړي له افغانستانه خپل پوځیان ونه باسي.

ښاغلی اولسن وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ به مرسته وکړي چې له یوې خوا افغان امنیتي ځواکونه لا پیاوړي شي او له بلې خوا طالبان پخلاینې ته غاړه کښېږدي.

2 thoughts on “امریکا افغان ځواکونو ته د کال ۱ ملیارد ډالره نوره مرسته اعلان کړه”
  1. تاسې دلته د کال یو میلیارد مرسته یاده کړې، ازادۍ راډیو بیا د کال درې میلیارده ښودلې ده؟؟

    1. د کال ۳ ملیارده یې پخوا ژمنه کړې وه خو د وارسا غونډې ته ځنډول شوې. د وارسا په غونډه کې به تصویب شي. دا یو ملیارد اضافي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *