تاند- د افغانستان لوېدیځو متحدانو نن /سې شنبه/ د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له لوري پر خپل سیاسي سیال د حملې د ادعاوو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
رویټرز خبري اژانس وايي، جنرال دوستم چې د یو جګړه مارې ډلې پخوانی قوماندان دی او په بې رحمۍ مشهور دی، د خپل سیال احمد ایشچي په وهلو او بندي کولو تورن شوی دی.
دوستم په یوه خبرپاڼه کې، چې په انترنیټ کې یې خپره کړې، په ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ایشچي یې برمته کړی او وهلی نه دی.
دوستم په عین حال کې ویلي چې ایشچي د دولت له وسله والو مخالفانو سره د اړیکو لرلو په تور د پولیسو له خوا نیول شوی و.
نن د ایشچي د خوشي کېدو د خبر له خپرېدو سره په ی وخت د امریکا د متحدو ایالتونو، بریتانیا او اروپايي اتحادیې پلاوو او حکومتونو د دې پېښې په اړه د عادلانه تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي«د مرستیال ولسمشر له لوري د ښاغلي ایشچي غیرقانوني نیونه او ورسره ناوړه چلند جدي اندېښنې پاروي.
موږ به د دغو تورونو په اړه د چټکو څېړنو لپاره د افغانستان د حکومت د اقدام هرکلی وکړو.»
اروپايي اتحادیې او همداراز استرالیا، کاناډا او ناروې هم د دوی په وینا «د بشري حقونو د څرګندو سرغړونو او خلاف ورزیو» د راپورونو په اړه د شفافو رسمي او منصفانه تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
رویټرز وايي، دوستم یو له هغو جنګي مشرانو څخه دی چې له ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۶ پوري یې په کابل او نورو ولایتونو کې خونړۍ جګړې وکړې او بالاخره خلکو له ده او نورو جګړه مارو ډلو څخه طالبانو ته پناه یووړه او د طالبانو هرکلی یې وکړ.
اژانس وايي، یو شمېر پخوانیو جګړه مارانو له ۲۰۰۱ وروسته په ځان کې تغییر راوست.
دا کرایی قاتلان او معامله ګری ډلی چه د افغانستان معاصر تاریخ یی بدرنګه او چټل کړی ،اوس چه دا جنایت پیشه عناصر د لوټ ،غلا اوجنایاتو نه څه راټول کړی د یوی خوا جنایت خوښوونکی او د بلی خوا رایه پلورونکی له دنائت نه په ااستفادی ، دوی ته کافی رایی جوړی کړی او د مفسدینو او جانیانو دی تراکم او ترلاسه کړی رسمی صللاحیتونه هر وخت د ملت لپاره تشویش اوجدی تهدید بلل کیږی او دا تکثر د مفسدینو او جانیانو او پراخ میدان یی چه اوس په لاس کی لری د عامو رایو او انتخاتو طریقه ترشدید ګواښ لاندی راوستی شی نو اوس دا ډول انتخابات پدی کثرت مفسدین سره مشروعیت نلری باید بله دقیقه او غوره طریقه چه اهل رای چڼ کړی باید را مینځ ته شی ورنه دا کثرت د مفسدو حکامو ، سرایت د پراخ فساد یی ملت ته او بالاخره کثرت د مفسدینو سره له ترلاسه کړی سرمایو ، ملت ته لوی ګواښ او د خیر لپاره لوی تهدید او مانع ده .
زموږ متدین او متقی علما دی د دین او اسلامی تاریخ په رڼا کی داسی لار دی اختیار او حکومت ته وروپیژنی چه د فاسد او فاسدو آراوو مخ نیوی وکړی شی.ورنه د ارذل الناس د ګټو او رشد چانس نورهم زیاتیږی.