تاند، شنبه، د حوت ۱۷مه: د امریکا متحده ایالاتو او روسیې فدراتیف جمهوریت په ګډه اعلامیه کې ویلي، هیڅکله به د اسلامي امارت په نوم نظام دوی، نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه ونه مني.
د دواړو هیوادونو د باندنیو چارو وزارتونو په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه د اسلامي امارت په نوم کوم شی په رسمیت نه پېژني او هیڅ ډول ملاتړ به یې هم ونه کړي.
امریکا او روسیې له طالبانو سره د خلیلزاد د سولې د هوکړې هرکلی کړی دی او دا یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په لاره کې د بین الافغاني مذاکراتو پر لور مهم ګام بللی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي د طالبانو د دې خبرې هرکلی کوي چې ژمنه یې کړې له یوې سیاسي پروسې او بهیر سره به یو ځای شي.
د روسیې او امریکا د استازو په ګډه اعلامیه کې همدا راز راغلي یوازې هر اړخیز او پراخ بین الافغاني مذاکرات کولی شي په افغانستان کې سولې ته لار خلاصه کړي او دواړه هیوادونه به سولې ته د رسېدو په لاره کې تر پایه یوازې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ملاتړ ته دوام ورکوي.
په اعلامیه کې له افغان لوریو غوښتل شوي دي چې ژر تر ژره دې اوربند او د زندانیانو تبادله پيل کړي، خو خبرداری یې ورکړی دوی به یوازې له هغه افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړی چې د ښځو، ځوانانو او اقلیتونو حقونه په کې خوندي شوي وي.
واشنګټن او مسکو همدا راز له طالبانو غوښتي چې د ټولو ترهګرو ډلو لکه القاعده او داعش پر وړاندې مقابله وکړي چې د طالبانو د نفوذ له ساحو څخه نړیوال امنیت ګواښي.
مخکی د سولی په تړون کی زیاتره طالب پروره سیاسیون چی کابل کی وو دا فکر کاوو چی امریکا له طالبانو سره تړون لاسلیک کړی نو د دوی امارتی نظام یی په رسمیت پیژندلی مګر پدی ګډه اعلامیه یی د دوی شته شننه په لغته ووهله او د پاکستان هغه پلان چی د افغان دولت ړنګولو او د امارتی نظام په قدرت رسول وو له خاوره سره خاوری کړ