تاند- د افغانستان لپاره د امریکا او روسیې استازو په جلا جلا څرګندونو کې د افغانستان په سولې کې د تُرکیې رول مهم وباله.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې له ترک چارواکو او د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د افغانستان په اړه د خبرو لپاره انقرې ته تللی، په افغانستان کې د سولې له بهیر سره د ترکیې د ملاتړ ستاینه وکړه، ویې ویل چې هم امریکا او هم افغانان د ترکیې پر رول خوښ دي.

ښاغلي خلیلزاد د ترکیې له انادولي خبري اژانس سره په مرکه کې وویل«ترکیې په افغانستان کې ډېر څه کړي، موږ د ترکیې د ملاتړ منندوی یوو.

افغانان له ترکیې سره ځانګړې مینه لري. دوی هم له ترکیې ډېر خوشاله دي.»

ښاغلی خلیلزاد

خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره یې وکتل.

ده له کابلوف سره د خپلو خبرو په اړه وویل«موږ دواړو موافقه وکړه چې افغانستان باید بیا د القاعده، داعش او نورو نړیوالو تروریستي ډلو پر ځالې بدل نه شي.»

ترکیه د مسکو د فارمټ برخه کېدای شي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ وویل، ترکیه په افغانستان کې یو مهم لوبغاړی دی او کېدای شي چې د افغانستان د مسلې د حل لپاره د مسکو د چوکاټ (فارمټ) برخه واوسي.

د روسیې د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي کابلوف، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې ريیس هم دی، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال هاکان تکین سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.

د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

کابلوف روسي خبریالانو ته وویل«موږ ته جوته شوه چې په دې سیمه کې د ترکیې پر نفوذ او زیات رول سم پوهېږو او دا منو چې ترکیه د افغانستان په سوله کې مهم لوبغاړی دی.»

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي همداراز وویل«موږ د مسکو د فارمټ او ترکیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا هرکلی کوو. ترکیه او د سیمې یو شمېر نور هیوادونه بشپړ حق لري چې د دې فارمټ برخه واوسي. له دوی سره به موږ د افغانستان ستونزه ژر او ښه هواره کړای شو.»

کابلوف دا هم وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا استازي په دې هیواد کې د داعش او القاعده پر ضد د مبارزې لپاره له مسکو سره د عملي همکارۍ په اړه دیالوګ ته چمتووالی وښود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *