تاند- روسیه او امریکا غواړي چې د سپوږمۍ په مدار کې یو فضايي تمځی جوړ کړي څو د نړۍ د مختلفو هیوادونو د فضانوردانو دمه ځای وي.
د دیپ سپېس ګېټ وې (Deep Space Gateway) په نوم دا تمځی به انسان په فضايی چارو کې بوختولو ته لا زیات وهڅوي.
دا تمځی به د سپوږمۍ په مدار کې د راګرځېدو په حال کې وي او په فضا او سپوږمۍ کې به د کشفونو لپاره زیات فرصتونه رامنځته کړي.
د دغه تمځي د جوړولو کار به په ۲۰۲۲ کې پیل او په ۲۰۲۴ کې بشپړ شي.
دا تمځی به هم د نړیوال فضايي سټېشن په شان وي چې د مځکې په مدار کې دی او د بېلابېلو هیوادونو فضانوردان ورځي.
ویل شوي چې د بریکس ټولنې ځینې غړي هیوادونه لکه هند، برازیل، او جنوبي افریقا به هم په دې پروژه کې ونډه واخلي.