تاند- امریکا، روسیې او څو نورو هیوادونو اجازه ورنه کړه چې ملګري ملتونه په دې بحث وکړي چې ایا د وژونکو روباټونو (killer robots) د بندیز په اړه خبرې وشي.
په جینیوا کې په دې اړه له یوې اوونۍ څخه پیل شوې خبرې د شنبې په ورځ مخکې تر دې پای ته ورسېدې چې ایا په دې خبرې وشي چې ملګري ملتونه د ځینو نورو ډلوژونکو وسلو په شان د مصنوعي ذهانت په مرسته پر دې خپلسرو وسلو، چې وژونکي روباټونه نومېږي، بندیز ولګوي او که نه.
د ملګروملتو یوې ډلې غوښتل د دې وسلې د بندیز لپاره یو کنوانسیون تصویب شي.
وژونکي روباټونه داسې وسله ده چې په خپله دښمن تشخیصوي او په نخښه کوي یې خو د دښمن په عادي وسلې له منځه نه ځي.
پر وژونکو روباټونو د بندیز لپاره د کمپاین ږغملوونکې مري وېرهم (Mary Wareham) وویل، روسیه، امریکا، جنوبي کوریا، اسراییل او استرالیا د دې وسلې د مخنیوي اصلي مخالفان ول.
دې زیاته کړه«دا نهیلوونکې ده چې د لوی پوځي قدرت خاوند یو کوچنی اقلیت د اکثریت د ارادې مخه نیولی شي.»
په ۳۲ هیوادونو کې ۷۵ غیرحکومتي ادارې – ټولنې د وژونکو روباټونو یا د ټکنالوژۍ په خوښه د هدف ویشتونکو وسلو د مخنیوي لپاره د مېرمن وېرهم د هلوځلو ملاتړ کوي.