سپینه ماڼۍ

تاند- د امریکا متحدو ایالتونو او سعودي عربستان د پنجشنبې په ورځ تروریستانو ته د بسپنې ټولو په تور پر دوو ډلو او څلورو تنو بندیزونه ولګول.

د دغو دوو تنو په منځ کې یو یې په سکاټلنډ کې لوی شوی او وروسته یې له طالبانو سره خواخوږي پیدا شوې ده.

د امریکا او سعودي عربستان په بندیزونو کې جېمز الکساندر مک لینتاک او په پاکستان کې د ده خیریه موسسه الرحمن هم شامله ده.

د امریکا د خزانې وزارت وايي چې دا موسسه القاعده، طالبانو، لشکر طیبه او نورو سختدریځو افغان ډلو ته د یتیمانو د ملاتړ په پلمه پیسې ورکوي.

مک لین ټاک د ۲۰۱۳ م کال له لومړیو څخه د افغان ماشومانو په جعلي عکسونو، نومونو او اسنادو د جګړه مارو د ګومارلو لپاره پیسې ټولې کړي دي.

د امریکا د خزانې وزارت وايي، مک لین ټاک په دې ادعا چې افغان یتیمانو ته مرستې ټولوي، د افغانستان په کونړ ولایت کې طالبانو ته مالي مرستې ورکړي دي.

د دغه وزارت په وینا مک لین ټاک د ۲۰۱۱ کال له اپریل څخه د ۲۰۱۲ تر اپریل پوري په بریتانیا کې یولکو ۸۰ زره ډالره ټول کړي او پر دې سربېره یې د عربي خلیج او نورو هیوادونو کې بسپنې یا چندې ټولې کړي دي.

د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت په وینا مک لین ټاک همداراز په دې تورنه ده چې نغدې پیسې یې افغانستان ته په قاچاق وړي او د دغو پیسو یوه برخه یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چاودېدونکو موادو په رانیولو لګولې ده.

عبدالعزیز نورستاني او په پېښور کې د ده عصاریه مدرسه هم، چې د تروریستانو په ملاتړ او جګړې ته د مدرسې د شاګردانو په استولو تورنه ده، په بندیزونو کې شامله ده.

د لشکر طیبه نوید جمیل نوم، چې د تروریستانو د روزنې کمپ لري، د کراچۍ د قوماندانو څارنه په غاړه لري او د پیسو ټولولو مسوولیت لري، د بندیزونو په لیست کې راغلی دی.

دا دوهم ځل دی چې د تروریستانو د هلوځلو د ناکامولو لپاره امریکا او سعودي عربستان په ګډه اقدام کوي.

د تېر کال په اپریل کې د الفرقان بنسټ پر ضد بندیزونه لګول شوي وو. الفرقان په پاکستان او افغانستان کې مېشته ده.

One thought on “امریکا او سعودي د ترهګرو پر مالي ملاتړ کوونکو بندیزونه ولګول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *