امریکا په نږدې وختونو کې د بهرنیو کډوالو په برخه کې قیودات سخت کړي او دا کار یې وروسته له هغه وکړ چې د همجنس بازانو پر یوه کلب په برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او ورسره جوخت څو ورځې وړاندې د سعودي عربستان په مهمو ځایونو کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه وشول او دا هغه پیښه وه چې تصور یې هم نه شو کیدای. د امریکا د پیښې تور په یو داسې کس پورې شوی چې ویل کیږي پلار یې افغان او دی او ټوله کورنۍ یې امریکايي تابعت لري، خو که چیرې دې کس په رښتیا هم دا عمل ترسره کړی وي یو چا هڅولی او دلته بیا هم ګوته پاکستان ته نیول کېږي، ځکه کله چې د پاکستان ګټه وي، نو په لومړي ځل د خواست په ژبه سوال او زاریو خیرات غواړي او که چیرې بریالی نه شو نو بیا خپلوي او دوستي هم په نظر کې نه نیسي او یو ناپوه ته په اردو ژبه د جنت قواله لیکي او ځانمرګي برید ته یې چمتو کوي، نو ځکه خو په امریکا او اروپا کې د مهمو هدفونو په نښه کول او بریدونو تر شا د پاکستان لاس درلودل راڅرګندیږي او دا لویدیځ یې د مطبوعاتو په کچه ځکه نه رسوا کوي، چې د پردې تر شا یې له پاکستان سره ګوتې پټې کړي او د پاکستان له نورو لانجو په ډار کې وي، نو ویلای شو چې د فرانسې د پاریس او د اروپا په یو شمیر امنو سیمو کې د بریدونو په څیر د امریکا وروستی برید هم د پاکستان پلان ؤ او همجنس باز امریکايي ته به یې د کړو ګناهونو د معاف کیدو په خاطر هماغه په اردو یا انګلیسي ژبه لیکلې د جنت قواله ورکړي وي.
خو دا چې پاکستان بیا په خپله څوک تمویلوي یا د چا لخوا تمویلیږي؛ هغه سرچینې ټولې نړۍ ته څرګندې دي ځکه پاکستان سره له دې چې په نړیواله کچه د ادیانو په کثرتګرایۍ کې نومیالی دی، خو بیا هم د اسلام له غمه عربي هیوادونو او نورو اسلامي هیوادونو ته داسې تمثیلونه اجرا کوي، چې هغوي دا فکر کوي چې اسلام له سعودي عربستان څخه نړۍ ته خپور شوی خو اصلي پالوونکی یې پاکستان دی او بس. نو ځکه خو سعودي عربستان د پاکستان له پیدایښت څخه بیا تر اوسه پورې پر پاکستان پوره باور لري او په هر ځای کې د خپلو هدفونو لپاره ترینه کار اخلي او په بدل کې یې پراخې مرستې ورته ډالۍ کوي او سعودي عربستان په دې توګه له پاکستان څخه تازي سپی جوړ کړی او د ښکار لپاره یې کاروي، چې څرګندې بیلګې یې د اسامه بن لادن او د القاعده نورو ډلو له رسوایۍ وروسته څرګندې شوې.
پر سعودي عربستان سربیره امریکا او په ځانګړې توګه اروپا چې د پاکستان معنوي او مادي بنسټګره ده د پاکستان سره هر ډول مرستې کوي او هیڅ ډول مرستې یې نه ترینه سپمولي او نه به یې هم ترینه سپموي، نو په دې ډول دوي په سیمه په تیره په آسیا کې د خپلو موخو لپاره پاکستان څخه ګټه اخلي او پاکستان هم لکه غلام تل ورته لاس په نامه ولاړ دی. یوه څرګنده بیلګه یې دا ده چې امریکا په افغانستان کې د خپل ځان د محدودونې پر مهال له افغانستان څخه د الوتکو او نظامي تجهیزاتو ډيره کمه برخه له ځانه سره بیرته یوړې خو زیاته برخه یې پر پاکستان ولورولې ځکه چې لویدیځ پاکستان د خپل لاس روزل شوی هغه تعلیمي سپی بولي کوم چې دوي پرې پوره ډاډه دي.
خو پورته دریواړه (سعودي عربستان بیا په ټوله کې متحده عربي امارات ، امریکا او اروپا ) له دې نه دي خبر، چې که چیرې یې روزل شوی سپی یاغي شو او یا د هاري ناروغۍ ونیوه چې هر چا ته خوله اچوي؛ خپل او پردی نه پیژني، چې اوس پاکستان دوي ته همداسې سرخوګی ګرځیدلی، ځکه په سعودي عربستان کې او بیا د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) زیارت ته څیرمه د پاکستان لخوا ځانمرګی برید د پاکستان یاغيتوب او په هاري ناروغۍ د اخته کیدل ثبوتوي. پر دې سربیره د جدي برید هم د امریکا کنسلګرۍ سره شوی تر څو په دې ډول امریکايي او عربي بادارانو ته د ګواښ په ډول یا دا څرګنده کړي، چې د هر بل چا په تیره د افغانستان په پرتله ډیر پر پاکستان پاملرنه او باورمندي زیاته او مرستې ډیرې کړي او یا هم دا چې په خپلو یادو بادارانو له تروریزم سره د مبارزې پر وړاندې د مبارزې په نوم مرستې تر لاسه او نیستۍ ته ناست پاکستان پرې خپل ځان د خپل سیال هندوستان لپاره ځواکمن کړي؛ په افغانستان کې داعش او طالب اورپکي تمویل کړي او د لا نورو نویو بریدونو لپاره یې چمتو کړي.
پر یاد نامشروع نیت سربیره کیدای شي داسې فکر هم شتون ولري، چې دا د پاکستان لخوا عربستان او امریکا ته د یوې لوبې د چل ورښودل وي ، څو هغوي په ډاګه کړي، چې دوي په خپله او دغه راز پاکستان د تروریزم له شره نه دی خلاص، نو ځکه یې پاکستان تمویلاوه او تمویلوي یې. خو دا ګمان ځکه کره او په تول پوره نه دی چې چې پاکستان د ځان خلاف د نړیوالو نظر درک کړی دی، ځکه څو ورځې وړاندې امریکايي سناتورانو ویلي وو چې، پاکستان د خپلې پالیسۍ د بدلون لپاره د یوه بل فرصت غوښتنه کړې. د جان مکین په مشرۍ امریکايي سناتورانو ویلي چې پاکستان د ځان خلاف د نړیوالو نظر درک کړی او غواړي چې د افغانستان په برخه کې د دغه هیواد په پالیسۍ کې د بدلون لپاره ورته وخت ورکړای شي. دوي چې د روژې په وروستۍ اونۍ کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه اوږدې خبرې کړې وې او میرانشاه ته هم تللي وو او وروسته سناتور جان مکین افغان چارواکو ته ویلي چې له پاکستانه یې غوښتي، چې عملاً ثابته کړي چې په افغانستان کې سوله او د جګړې پای ته رسېدا غواړي. سناتور مکین دا هم ویلي، چې د امریکا د کانګریس تقریباً ټول غړي د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مثبت نظر لري، خو دا یې نه دي ویلي چې امریکايي سناتوران د پاکستان په برخه کې هم ورته نظر لري، نو له دې څخه ښکاري چې د پاکستان لپاره د امریکا دریځ په بدلیدو دی.
خو په پایله کې به دا په ډاګه کړم، چې د پاکستان بل کړی اور چې عربستان او غرب یې د سون توکي ورته برابروي ډیر ژر دوي ته هم ورسي، چې په دې ډول به (سعودي عربستان بیا په ټوله کې متحده عربي امارات ، امریکا او اروپا ) او حتا چین هم له خپلې لمنې اور واخلي خدای به یې په خپل لاس کیندل شوي کوهي کې ورغوځار کړي. نو ځکه خو دوي ته په کار ده چې سر له اوسه د پاکستان لپاره په خپلو ستراتیژیو کې بدلون راولي او افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي.