الفرقان

تاند- د امریکا متحد ایالتونه او سعودي عربستان د هغې پاکستانۍ چنده ټولوونکې ټولنې پر ضد اقدامات کوي چې تروریستانو ته بسپنه یا چنده ټولوي او د امریکا د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت په وینا له خیریه چارو څخه ناوړه استفاده کوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، دواړو هیوادونو پرېکړه کړې چې د الفرقان خیریه موسسې د پیسو ټولولو او فعالیت مخه به په ګډه نیسي.

شک کېږي چې دا موسسه په ځانګړي ډول په افغانستان او پاکستان کې د القاعده، طالبانو او نورو سختدریځو ډلو لپاره پیسې ټولوي.

د امریکا د خزانې وزارت همداراز وايي، د الفرقان ډله هغه وخت جوړه شوه چې طالبان او القاعده سره یوځای شول او د دې لپاره چې بندیزونه پرې لګول شوي وو نو د الفرقان په نوي نوم یې د خپلو تروریستي فعالیتونو لپاره بسپنې ټولولې.

د امریکا او سعودي عربستان ګډ اقدام په متحدو ایالتونو او سعودي عربستان کې د دې ډلې هرراز شتمنۍ کنګل کوي او امریکایان او سعودیان له دې ډلې سره له هرراز راکړې ورکړې راګرځوي.

الفرقان په دوه زرم کال کې د تاسیس له وخته د القاعده، طالبانو او لشکرطیبه په شان تروریستو ډلو مالي ملاتړ کړی.

دې ډلې د دې لپاره چې ونه څارل شي خپل نوم بدلوي. پخوا د پاکستان د اسلامي میراث د احیا ټولنه نومېده او په پاکستان او افغانستان کې یې فعالیت کاوه. خو د ۲۰۰۲ میلادي کال په جنورۍ کې د امریکا او ملګروملتو له لوري پرې بندیز ولګېد. له بندیزه وروسته یې پر ځان الفرقان نوم کېښود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *