تاند- د امریکا پوځ او متحدان به یې په راتلونکو ۶ کلونو کې د افغانستان پر هوايي ځواک ۷ ملیارد ډالره ولګوي او د دغه ځواک الوتکې به څو برابره زیاتې کړي.
د ډیفنس نیوز امریکايي خپرونې د راپور له مخې، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د روزنې او سلامشورې مسوول د امریکا د هوايي ځواک قوماندان برید جنرال فلیپ سټیوارټ وايي، د اوسني پلان پر اساس، ناټو غواړي چې د افغان هوايي ځواک شمېر له ۸ زرو څخه ۱۲ زرو ته زیات کړي او د الوتکو شمېر یې له ۱۲۴ څخه ۲۵۹ ته ډېر کړي.
ده ډیفنس نیوز ته وویل، په مجموع کې به افغان هوايي ځواک ته؛ نه یوازې نورې اې – ۲۹ سوپر توکانو الوتکې ورکړل شي، بلکې (UH-60FFF) هیلي کوپترونه او د اکشتافي الوتنو لپاره یو شمېر الوتکې هم ورکول کېږي.
جنرال سټیوارت دا هم وویل چې د امریکا دفاع وزارت د ۸۱۵ ملیون ډالرو د وسلو د اخیستلو منظوري اخیستې ده چې د ۲۰۱۷ مالي کال له بودجې ورکول کېږي.
سټیوارت وویل، افغان هوايي ځواک په نولس سوه اویایمه او اتیایمه لسیزو کې ډېرې روسي الوتکې لرلې خو په ۲۰۰۱ کې یې هیڅ الوتکه نه لرله.
اوس د ناټو په مرسته افغان هوايي ځواک ۲۴ سي ـ ۲۰۸ سپکې الوتکې، ۴ سي – ۱۳۰ باري او ترانسپورتي الوتکې، ۲۴ ایم ډي – ۵۳۰، ۱۹ اې -۲۹ الوتکې او ۲ یو ایچ -۶۰ هاوک هیلي کوپترونه لري.
افغان هوايي ځواک ۴۵ ایم آی ـ ۱۷ او ۴ ایم آی -۳۵ روسي هیلي کوپترونه هم لري.