تاند- امریکا او ناټو د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو وغوښتل چې د انتخاباتي پروسې له ځنډولو ډډه وکړي او د انتخاباتو کمیسیونونه پرېږدي چې انتخاباتي پروسه بشپړه کړي.

د سپینې ماڼۍ ویندوی جوش ایرنسټ نن وویل چې افغانستان قانوني مکیانیزمونه لري او دا میکانیزمونه یا ادارې شکایتونه رابرسېره کوي او څېړي.

ارنست له کاندیدانو وغوښتل چې د انتخاباتو په پروسه کې ګډون وکړي او له تاوتریخوالي ډده وکړي.

د ارنست اشاره عبدالله عبدالله ته وه چې په ��نتخاباتو کې د درغلۍ په پلمه یې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره همکاري درولې ده.

د سپینې ماڼۍ ویندوی وویل:«متحدو ایالتونو له دواړو کاندیدانو غوښتي دي چې انتخاباتي پروسې ته دوام ورکړي، له تشدده ډډه وکړي او هر کار چې د دې خلاف کېږي، موږ یې افسوسناک بولو. ناسم چلن، درغلي او شکایتونه باید له مناسبو لارو وڅېړل شي. په کابل او ولایتونو کې د قضاوت او پرېکړې لپاره قانوني میکانیزمونه (د شکایتونو کمیسیونونه) جوړ شوي دي.»

ارنست په عین حال کې هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د انتخاباتو کمیسیونونه به د درغلیو په اړه ثبت شوي شکایتونه په بې پرې ډول وڅېړي.

ده د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ترمنځ خبرې هم ضروري وبللې، ویې ویل پکار ده چې ژر خبرې وشي.

امریکا او ناټو غواړي چې د انتخاباتو پروسه په خپل وخت بشپړه شي څو له نوي ولسمشر سره امنیتي موافقه په ټاکلي وخت لاسلیک شي.

په همدې حال کې د ناټو سرمنشي وویل چې د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدان دې ژر تر ژره انتخاباتي پروسې ته وګرځي او دا بهیر دې نه ځنډوي.

اندریس فوګ راسموسن د ولسمشرۍ له کاندیدانو وغوښتل چې د انتخاباتو وروستۍ پایلې ومني.

0 thoughts on “امریکا او ناټو له افغان کاندیدانو وغوښتل چې انتخاباتي پروسې ته وګرځي”
  1. ، هو! موږ هم همدا خبره کوو

    خو دا لوده « ګلمرجان» یې نه مني
    موږ(افغانانو) ته خو دادی اوس پسونه«ګوسفند» هم وایی

    خدای خبر تاسو به په څه نومونو یادوی

    :یو وړاندیز
    هغه خپل خیراتي ورکړي ډالر بیرته ورڅخه واخلۍ، نور به پخپله د سړي زوی سي!

  2. گلمرجان به یی ډیر ژراوس ومنی داځکه چی اوس یی بادار امروکړاویاخوبه هیوادپریژدی او یونامعلوم لوری ته به ځی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *