تاند- امریکا او بریتانیا د هند د مومبي د تروریستي حملې د اصلي عامل، چې ذکي الرحمان نومېږي، د سپارل کېدو غوښتنه وکړه.
په ۲۰۰۸ م کال د مومبي په تروریستي برید کې تر ۱۹۵ ډېر کسان ووژل شول. په وژل شویو کې یو شمېر امریکايي او بریتانیايي سیلانیان هم شامل دي.
امریکا او بریتانیا ویلي چې پاکستان له نورو هیوادونو سره د مجرمانو د سپارلو موافقه لاسلیک کړې نو باید فوراً ذکي الرحمان وسپاري.
پاکستان وايي چې د مومبي په حملو کې لاس لرونکي په خپله خاوره کې محاکمه کوي.
دغه هیواد ویلي چې ذکي الرحمن چا ته نه سپاري او په خپلو محکمو کې یې محاکمه کوي خو دغه هیواد پخوا هم دا ډول ادعاوې کړي مګر عملاً یې مجرمان ازاد پرې ایښي دي.
د مومبي د حملو په خاطر د هند او پاکستان اړیکې ډېرې ترینګلې شوې ځکه چې هند باور لري چې دا بریدونه د پاکستان د آی ایس په ملاتړ د سختدریځو له لوري شوي دي.