تاند- د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون /چهارشنبه/ په ریاض کې د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ولیدل.
دواړو خواوو د امریکا او سعودي عربستان پر اړیکو او د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
د شهزاده سلمان او زلمي خلیلزاد په کتنه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر هم حاضر و.
پاکستاني رسنیو نن ویلي چې د دغه هیواد له چارواکو سره د کتنې په مهال زلمي خلیلزاد وړاندیز وکړ چې د افغانستان د سولې په بهیر کې دې سعودي عربستان هم شامل کړل شي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې دواړو خواوو د سې شنبې په ورځ موافقه وکړه چې له سعودي عربستان څخه به وغواړي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې په پروسه کې مرسته وکړي.
سعودي عربستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې باور کېږي پر افغان طالبانو اغېز لري او د افغانستان له سولې سره مرسته کولی شي.
د چارو کتونکي وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له لوري د افغانستان لپاره د خاص استازي په توګه د زلمي خلیلزاد ټاکنه ښيي چې امریکا د افغانستان د سولې لپاره هلې ځلې لا جدي کړي دي.
سعودي عربستان ته سفر د افغانستان، او پاکستان په شمول د سیمې ۵ هیوادونو ته د زلمي خلیلزاد د سفرونو درېم ټپیال دی. ده تر دې وړاندې په کابل کې له افغان چارواکو او په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره کتلي وو.