تاند- پاکستان او امریکا موافقه وکړه چې په خپل منځ کې تروریستي ضد همکاريو ته دوام ورکړي او په راتلونکو کلونو کې د افغانستان پر سر له اړیکو ورهاوخوا د خپلو پوځونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي.

د امریکا او پاکستان د دفاع دوه ویشتمه مشورتي غونډه د جمعې په ورځ په پینتاګون کې د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ د معین جېمز این میلر او د پاکستان د دفاع وزیر متقاعد ډګرجنرال یاسین ملک په مشرۍ جوړه شوه.

د پنتاګون له یوې اعلامیې سره سم، دواړو خواوو د سیمه ییزو ستونزو او چلینجونو د څېړلو په ترڅ کې په سیمه کې په تېره بیا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په رڼا کې د سولې او ثبات پر اهمیت ټینګار وکړ.

دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو په اوږدو کې د فعالیتونو په اړه پر خپل منځي همکاریو او په سیمه کې د خپلو ګډو هدفونو په باب هم خبرې وکړې.

په غونډه کې پاکستاني پلاوي د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې د پوځي هلوځلو په اړه وروستي معلومات وړاندې کړل.

امریکايي لوري په ۲۰۱۳ کال افغان امنیتي ځواکونو ته د ځواک لېږد په ګډون په افغانستان کې د ایساف ځواکونو د فعالیتونو په باب معلومات ورکړل.

د امریکا او پاکستان دفاعي مشورتي ډله د دوو هیوادونو ترمنځ د نظرونو د تبادلې، او د دفاعي پالیسیو د همږغولو لپاره جوړه شوې ده.

د دې ډلې لومړۍ غونډه د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کې د پاکستان په راولپنډۍ کې جوړه شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *