تاند- د امریکا متحدو ایالتونو په یمن کې د حوثي شیعه یاغیانو د ملاتړ په خاطر ایران ته خبرداری ورکړ، ویې ویل چې بې تفاوته به پاتې نه شي او پرې به نږدي چې تهران سیمه بې ثباته کړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دا خبرداری په داسي حال کې ورکړ چې ایران په یمن کې د شخړو د حل کولو لپاره د سولې د خبرو غوښتنه وکړه.

جان کیري پرون د امریکا پي بي ایس تلویزیون ته وویل، واشنګټن په دې پوهېږي چې ایران په یمن کې د یاغیانو ملاتړ کوي.

«موږ د هغه څه په اړه چې روان دي ډېر اندېښمن یوو، ښکاره ده چې له ایرانه یمن ته مواد رسول کېږي، هره اوونۍ یو شمېر الوتکې یمن ته ځي او موږ دا پروازونه څارو او پېژنو یې. »

کیري زیاته کړه، د امریکا متحد ایالتونه به په منځني ختیځ کې د هر هغه هیواد ملاتړ وکړي چې د ایران له لوري خطر احساس کړي.

ده په عین حال کې وویل:

«یو شمېر حوثیان او د هغو پلویان ایران ته تللي چې د سپاه پاسداران انقلابي ځواک روزنه ورکړي او په خپله په یمن کې هم د ایران د سپاه یو شمېر غړي د پوځي مقاصدو لپاره اوسي.»

د امریکا متحدو ایالتونو د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلاف ملاتړ زیات کړی دی. دا ايتلاف په یمن کې پر حوثیانو هوايي حملې کوي او دغه راز د یمن د حکومت پلوي ځواکونو ته وسلې ورکوي چې د حوثیانو پر ضد وجنګېږي.

حوثي یاغیانو د پلازمېنې صنعا په شمول د یمن زیاتې برخې نیولي دي.

د عدن پر بندري ښار د حوثیانو برید سبب شو چې د دغه هیواد ولسمشر عبد ربه منصور هادي سعودي عربستان ته وتښتي.

ایران، چې حوثي یاغیانو ته د وسلو د ورکولو تور ردوي، وايي چې یوه سمندري جنګي بېړۍ او یوه بله بېړۍ یې د عدن خلیج ته لېږلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *